کابل (پژواک ٣ لړم ٩٤): مشرانو جرګې، د پاکستان د لومړي وزير پر وروستيو څرګندونو باندې د نيوکې ترڅنګ؛ د پاکستان په اړه د افغانستان پر سياست د بياکتنې غوښتنه وکړه او د سولې د ټينګښت لپاره يې د سيمه ييزې اجماع له طرحې ملاتړ وکړ.
د پاکستان لومړي وزير نوازشريف، امريکا ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي، پاکستان حاضر دى چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو اترو زمينه برابره کړي، خو دا نه شي کولى چې هم مهال هم طالبان ووژني او هم دوى د خبرو ميز ته کينوي.
د مشرانو جرګې غړي شېرمحمد اخندزاده نن د يادې جرګې په عمومي ناسته کې د نوازشريف پر خبرو باندې د نيوکې ترڅنګ وويل: " نوازشريف درواغ وايي، افغانانو هيڅکله هم له پاکستان نه دي غوښتي چې طالبان وځپي، بلکې موږ له پاکستان څخه د طالبانو د مرکزونو د تړلو او دغه راز د هغوى له ملاتړ د لاس اخيستو غوښتنه کړې ده."
هغه زياته کړه: "پاکستان طالبان نه د خبرو ميز ته کېنولي او نه يې هم دوى له منځه وړي دي."
د هغه په وينا، د پاکستان حکومت له افغانستان سره رښتينې همکاري نه ده کړې، ځکه پخوانى ولسمشر ٢١ ځلې پاکستان ته لاړ او دغه راز د ملي يووالي حکومت چارواکو هم ياد هېواد ته څو ځلې سفرونه وکړل، خو د خلکو له وژنې پرته يې بله لاسته راوړنه نه درلوده.
هغه د ملي يووالي له حکومته وغوښتل چې د پاکستان په اړه پر خپل سياست بيا کتنه وکړي، ځکه پاکستان د امريکا او ياد هېواد د موخو لپاره د ترهګرۍ پر تمويل او سمبالښت بوخت دى.
د يادې جرګې بل غړي نثار حارث هم د نواز شريف پر څرګندونو د نيوکې ترڅنګ، په سيمه کې د سولې د ټينګښت په موخه د سيمه ييزې اجماع د رامنځته کولو په اړه د افغان حکومت له پرېکړې د ملاتړ سربېره وويل: " پاکستان درواغ وايي، زياتې هيلې موجودې وې چې امريکا، پاکستان ر ښتينې همکارۍ ته اړ باسي، خو ثابته شوه، چې پاکستان د رښتينې همکارۍ نيت نه لري."
هغه زياته کړه: " افغان حکومت له دې وروسته بايد پر افغانستان باور ونه لري، د سيمه ييزې اجماع د رامنځته کولو لپاره د ولسمشر له ګام پورته کولو بايد ملاتړ وشي."
ولسمشر اشرف غني وايي، چې د افغانانو دښمنان د انزوا کېدو په حال کې دي او نړيواله اجماع دوى ته ګواښ کوي چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
افغان حکومت، د نوازشريف له وروستيو څرګندونو وورسته په سيمه کې د امنيت رامنځته کېدو لپاره د سيمه ييزې اجماع رامنځته کېدو غوښتنه کړې، چې په همدې موخه به د اجماع ياده ناسته د پاکستان له حضور پرته تر سره شي.
د مشرانو جرګې غړي جمعه الدين ګيانوال وويل:((افغانستان هېڅکله هم د طالبانو د وژلو غوښتنه نه ده کړې، که چېرته پاکستان غوښتنه هم وشي، نو پاکستان هغه کسان وژني چې د افغانستان په ګټه دي، نه هغوى چې افغانستان ته زيان رسوي.))
هغه زياته کړه:((نور له پاکستان سره اړيکې نه دي په کار.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن