ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د زلزلې له امله ٢٥٠ کورونه ويجاړ شوي

بدخشان کې د زلزلې له امله ٢٥٠ کورونه ويجاړ شوي

author avatar
26 Oct 2015 - 19:01
بدخشان کې د زلزلې له امله ٢٥٠ کورونه ويجاړ شوي
author avatar
26 Oct 2015 - 19:01

کابل (پژواک ٤ لړم ٩٤): بدخشان کې د زلزلې له امله له ٢٥٠ څخه زيات کورونه ويجاړ شوي او دغه راز په کندوز ولايت کې د تپې ښوييدو له امله د کندوز-تخار او بدخشان لويه لار د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده.

 دغه سخته زلزله، نن ماسپښين ١ بجه او ٣٩ دقيقې د بدخشان د جرم ولسوالۍ سويل لوېديځ لوري ته په ٤٥ کيلومټرۍ کې، چې د کابل شمال ختيځ لوري ته په ٢٥٦ کيلومټره واټن کې پروت دى، رامنځته شوه.

 د يادې طبيعي پېښې اندازه، ٧/٧ ريکټر او د ځمکې د ژوروالي په ٥/٢١٣ کيلومټرۍ کې رامنځته شوې ده.

 د بدخشان چارواکي وايي، چې د زلزلې له امله په دغه ولايت کې له ٢٥٠ ډېر کورونه نړېدلي دي.

 د بدخشان له طبيعي پېښو سره د چمتووالي ادارې مشر سيد عبدالله همايون دهقان نن مازديګر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د زلزلې په ترڅ کې ډېرى مرګ ژوبله په جرم، راغستان، کشم، تيشکان، درايم او ارګو ولسواليو کې رامنځته شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، ډېرى کورونه د کشم ولسوالۍ په ګندم قول سيمه او دغه راز شا وخوا سل کورنۍ په يمګان ولسوالۍ کې نړېدلې دي.

دهقان زياته کړه، چې په ارګو ولسوالۍ کې يو ماشوم د کور د نړېدو له امله ژوند له لاسه ورکړى دى.

 سرچينې زياته کړه، چې د يادې ادارې ټيم په څېړنې بوخت دى او امکان لري چې دغه طبيعي پېښه ډېره مرګ ژوبله ولري.

 دغه راز په کندوز ښار او خان اباد ولسوالۍ کې هم دوه کورونه ويجاړ شوي دي.

 د کندوز له طبيعي پېښو سره د چمتووالي ادارې مشر ميراغا پژواک ته وويل، چې تر اوسه پورې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

 د کندوز د زاخېلو اوسېدونکي حبيب الله وويل: " زلزلې، زما دوه منزله کور چې پخوانى و، خراب کړى، خو د خداى فضل و، زموږ ټوله کورنۍ وتلې وه."

 د هغه په وينا، زلزلې د يو شمېر ګاونډيو د کورونو دېوالونه هم نړولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.