تالقان(پژواک،٤لړم٩٤): د تخار چارواکي وايي چې ناپېژاندو کسانو په مرکز تالقانو کې د نجونو يوه لېسه سوځولې ده.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د لړم په٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه نا پېژاندو کسانو د مرکز تالقانو په چشمه شېر سيمه کې د نجونو يو ښوونځى سوځولى دى.
ده وويل چې د ياد شوي ښوونځي د سوځېدو په اړه پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
د تخار د پوهنې رياست وياند ګل اقا ده نظري هم پژواک ته وويل چې ناپېژاندو کسانو د نجونو ((چشمه شېر) لېسه سوځولې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ښوونځي کې ٧ درسي خونو، يوکتابتون او لابراتور شتون درلود، خو اوس ټول سوځېدلي دي.
هغه زياته کړه : (( په سوځېدلو کتابونو کې يو ټوک قران کريم هم شامل دى.))
د ده نظري په وينا، په دې ښوونځي کې څه د پاسه يوولس سوه نجونو زده کړې کولې او هڅه به وشي چې ډير ژر دغه ښوونځى بېرته ورغول شي.
يادو سيمه ييزو چارواکو وويل چې تراوسه ددې ښوونځي د سوځولو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د تخار ولايت د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې دا لومړى ځل دى چې په دې ولايت کې د نجونو ښوونځى سوځول کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن