ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلزلې ١١٥ تنه مړه او تر ٥٣٨ نور ژوبل کړي

زلزلې ١١٥ تنه مړه او تر ٥٣٨ نور ژوبل کړي

author avatar
27 Oct 2015 - 12:14
زلزلې ١١٥ تنه مړه او تر ٥٣٨ نور ژوبل کړي
author avatar
27 Oct 2015 - 12:14

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٤): له ځينو ولايتونو د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله ١١٥  هېوادوال مړه او تر ٥٣٨ پورې نور ټپيان شوي دي.

دا زلزله پرون (د لړم ٤مه) له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه او ٣٩ دقيقې وشوه چې د هېواد پلازمېنه کابل، يو شمېر مرکزي، شمالي او ختيځ ولايتونه يې ولړزول.

د امريکا د زلزلې سنجونې ادارې د معلوماتو له مخې چې د زلزلې مرکز د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و او ريښتر ٧،٧ درجې وه.

ياده زلزله چې د هېواد په تاريخ کې تر ټولو شديده وه، شاوخوا يوه دقيقه يې دوام درلود، خلک له خپلو کورونو او دفترونو راووتل.

د زلزلې له امله د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خلکو ته درنه مرګ ژوبله او درانه مالي زيانونه هم اوښتې ده.

د ارګ له خوا په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله په ټول هېواد کې ١١٥ تنه مړه او ٥٣٨ نور ژوبل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې دغه راز د زلزلې له مله ٧٣٦٠  کورونه، ١٢ ښوونځي ،١٧ جوماتونه او ٢٠ دولتي ودانۍ ويجاړ شوي دي.

د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز د لړم په ٥ مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې د هېواد په مرکز او ولايتو کې تر اوسه ٧٨ تنه مړي او ٤٦٦ ټپيان ثبت شوي دي.

د هغه په وينا، خلکو ته ډېره مرګ ژوبله په کونړ، نورستان، بدخشان، تخار او ننګرهار ولايتونو کې اوښتې ده.

فيروز وايي چې له يو شمېر ولايتونو څخه ځيني ټپيان کابل ته هم لېږدول شوي دي او کېداى شي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

تر دې مخکې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير ويس احمد برمک په دې اړه ډېر جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل چې د تېرې ورځې زلزلې د هېواد په ١٤ ولايتونو کې زيانونه اړولي دي.

هغه د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وروستۍ شمېرې ښيي چې زلزلې په هېواد کې نږدې څلور زره کورونه زيانمن کړي، ٧٦ تنه يې مړه او ۲۶۸ تنه يې ټپيان کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.