ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په لوګر کې د نجونو ٢٥ ښوونځي تړلي

طالبانو په لوګر کې د نجونو ٢٥ ښوونځي تړلي

author avatar
27 Oct 2015 - 14:28
طالبانو په لوګر کې د نجونو ٢٥ ښوونځي تړلي
author avatar
27 Oct 2015 - 14:28

پل علم (پژواک، ٥ لړم ۹۴): وسله والو طالبانو د لوګر په دوو ولسواليو کې د نجونو ٢٥ ښوونځي تړلي چې له امله يې زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د لوګر د پوهنې رييس محمد اکبري ستانکزي د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې وسله والو طالبانو په بره کي برک او څرخ ولسواليو کې د نجونو ٢٥ ښوونځي تړلي چې له امله يې ٣٤٠٠ نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو ښوونځو کې ٨ لېسې، ٦ منځني او ٨ لومړني ښوونځي شامل دي.

دغه راز هغه وويل چې وسله والو طالبانو په يادو ولسواليو کې د ځينو دارالحفاظونو او مدرسو ښوونکو ته ګواښ کړى چې د مياشتنې تنخوا په ګډون به له حکومت څخه هېڅ ډول مرسته نه ترلاسه کوي.

هغه زياته کړه: ((د ديني زده کړو ښوونکو ته يې ويلي چې خپلې ټولې اړتياوې دې له ولس څخه په چندو پوره کړي که له حکومته يې د معاش ترڅنګ کومه مرسته ترلاسه کړه نو  دارالحفاظونو او مدرسو دروازې به يې وتړي.))

نوموړي وويل چې د وسله والو طالبانو له لوري د دیني مدرسو او دارالحفاظونو ښوونکو ته د شوو ګواښونو له امله اوس مهال په يادو ولسواليو کې د دیني  زده کړو بهیر هم  ټکنى شوی دى.

ستانکزى وايي چې څو ځلې يې د قومي مشرانو له لارې هلې ځلې کړې خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي.

د بره کي برک ولسوالۍ د کتب خېلو سيمې اوسېدونکي عبدالباسط پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د نجونو ټول ښوونځي تړلي دي.

هغه وایی: ((د طالبانو په دغه کار سره يواځې زموږ له کور نه اته نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.))

د څرخ ولسوالۍ د پنګرام کلي اوسیدونکي سید بلال پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د نجونو يو شمېر ښوونځي تړلي خو حکومت تر اوسه پر دې نه توانېدلې چې دغه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي.

هغه زياته کړه: ((د طالبانو دا کار له حکومت سره نه، بلکې له ملت سره دښمني ده.))

خو د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې په دې ولسواليو کې طالبانو يواځې له څلورم ټولګې نه د پورته زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.