کابل ( پژواک، ٥ لړم ٩٤ ) : د وسله والو طالبانو د ډلې مشر ملا اختر محمد منصور په خپلو وسله والو غږ کړى، چې له خلکو سره ښه چلند او د عام المنفعه تاسيساتو له زيانمنولو څخه دې ډډه وکړي.
د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د لړم په ٥ مه، د ملا اختر محمدمنصور غږيز پيغام د خبرپاڼې په توګه رسنيو ته استولى دى.
ملا منصور په خپل دغه غږيز پيغام کې د جګړې له قربانيانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه په دې پيغام کې طالبان له ولس سره ښه چلند ته رابللي او زياته کړې يې ده : (( ولس پر موږ او تاسو حق لري .))
د طالبانو نوي مشر ويلي چې د دوى وسله وال ، سپين ږيرو، علماء کرامو او مخورو ته بايد ډېر زيات درناوى ولري او له هغوى څخه مشورې وغواړي.
ملا منصور په دې پيغام کې پر طالبانو غږ کړى چې د عام المنفعه تاسيساتو لکه د اوبو بندونه، مدرسې، ښوونځي، پلونه ، کلينيکونه او دغسې نورو تاسيساتو ته هېڅ ډول زيان ونه رسوي، بلکې د ساتنې لپاره يې لاس په کار شي.
هغه زياته کړې :(( طالبان بايد د هر هغه ځای چې ګټه يې ولس ته رسېږي ساتنه يې وکړي او د هغو کسانو مخه ونيول شي چې ددغسې تخريبي اعمالو په ترسره کولو سره د مجاهدينو رنګه بدوي.))
ملا منصور د طالبانو مشران ، سرګروپان، ډلګي مشران او قوماندانان په ځانګړي ډول تنبيه کړي چې بايد د خپلو افرادو او کشرانو اعمالو او کړنو ته جدي پاملرنه ولري .
د طالبانو مشر يو ځل بيا د خپلو وسله والو په منځ کې پر اتحاد او اتفاق ټينګار کړى او زياته کړې يې ده چې پر تبليغاتو دې باور نه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن