ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملامنصور  طالبان له خلکو سره ښه چلند او د عام المنفعه تاسيساتو ساتنې ته رابللي

ملامنصور طالبان له خلکو سره ښه چلند او د عام المنفعه تاسيساتو ساتنې ته رابللي

author avatar
27 Oct 2015 - 17:16
ملامنصور  طالبان له خلکو سره ښه چلند او د عام المنفعه تاسيساتو ساتنې ته رابللي
author avatar
27 Oct 2015 - 17:16

کابل ( پژواک، ٥ لړم ٩٤ ) : د وسله والو طالبانو د ډلې مشر ملا اختر محمد منصور په خپلو وسله والو غږ کړى، چې له خلکو سره ښه چلند او د عام المنفعه تاسيساتو له زيانمنولو څخه دې ډډه وکړي.

د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د لړم په ٥ مه، د ملا اختر محمدمنصور غږيز پيغام د خبرپاڼې په توګه رسنيو ته استولى دى.

ملا منصور په خپل دغه غږيز پيغام کې د جګړې له قربانيانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه په دې پيغام کې طالبان له ولس سره ښه چلند ته رابللي او زياته کړې يې ده : (( ولس پر موږ او تاسو حق لري .))

د طالبانو نوي مشر ويلي چې د دوى وسله وال ،  سپين ږيرو، علماء کرامو او مخورو ته بايد ډېر زيات درناوى ولري او له هغوى څخه مشورې وغواړي.

ملا منصور په دې پيغام  کې پر طالبانو غږ کړى چې د عام المنفعه تاسيساتو لکه  د اوبو بندونه، مدرسې، ښوونځي، پلونه ، کلينيکونه او دغسې نورو  تاسيساتو ته  هېڅ ډول زيان ونه رسوي، بلکې د ساتنې لپاره يې لاس په کار شي.

هغه زياته کړې :(( طالبان بايد د هر هغه ځای چې ګټه يې ولس ته رسېږي ساتنه يې وکړي او د هغو کسانو مخه ونيول شي چې ددغسې تخريبي اعمالو په ترسره کولو سره د مجاهدينو رنګه بدوي.))

ملا منصور د طالبانو مشران ، سرګروپان، ډلګي مشران او قوماندانان په ځانګړي ډول تنبيه کړي چې بايد د خپلو افرادو او کشرانو اعمالو او کړنو ته جدي پاملرنه ولري .

د طالبانو مشر يو ځل بيا د خپلو وسله والو په منځ کې پر اتحاد او اتفاق ټينګار کړى  او زياته کړې يې ده چې پر تبليغاتو دې باور نه کوي.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.