ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميمنه کې چاودنې شپږ کسان ټپيان کړل

ميمنه کې چاودنې شپږ کسان ټپيان کړل

author avatar
27 Oct 2015 - 15:04
ميمنه کې چاودنې شپږ کسان ټپيان کړل
author avatar
27 Oct 2015 - 15:04

ميمنه (پژواک، ٥ لړم ٩٤): د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې د چاودنې له امله شپږ کسان ټپيان شوي او درې موټر څه نا څه ويجاړ شوي دي.

امنيتي مسوولين وايي چې دغه ماين پر يوه بايسکل ځاى پر ځاى شوى و او نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې يې په سنايي څلورلاره کې چې د ولايت له دفتره دوه سوه متره لرې ده، چاودنه وکړه.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد مسعود يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې پېښه کې يو پوليس او څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.

د عبدالشکور په نوم يوه عيني شاهد وويل: "کله چې يو رينجر موټر بايسکل ته نږدې شو، چاودنه وشوه چې رينجر او دوه شخصي کرولا موټر هم ويجاړ شوي دي."

هغه زياته کړه چې درى نور ټپيان يې خپله ليدلي چې رينجر موټر کې روغتون ته ولېږدول شول.

خو د ميمنې افغان تُرک روغتون په بېړنۍ برخه کې موظف ډاکټر عبدالصبور رحمتي وايي چې دوه پوليس او څلور ملکي وګړي روغتون ته لېږدول شوي چې درې تنه يې له درملنې وروسته رخصت شوي او درې نور لا هم تر درملنې لاندې دي.

په داسې حال کې چې د فارياب امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول، د دې چاودنې پړه پر وسله والو مخالفينو ور اچوي، خو وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تېره مياشت يوه چاودنه د ملي امنيت رياست په يو موټر او بله د ولايتي شورا دفتر مخې ته په ميمنې ښار کې رامنځ ته شوې چې دو تنه په کې ټپيان شول او ښاريان يې ووېرول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.