کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٤): په کابل کې د کاناډا سفيره وايي چې افغانستان يې د نوي حکومت لپاره هم په مهمو لومړيتوبونو کې راځي.
په کابل کې د کاناډا سفيره ديبورا ليونس دغه څرګندونې د لړم په ٦مه د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو او له افغانستان سره په اقتصادي او امنيتي برخو کې د کاناډا هېواد پر همکاريو خبرې وشوې.
سرچينې زياته کړې، د کاناډا سفيرې ديبورا ليونس له افغانستان سره په اقتصادي او نظامي برخو کې د خپل هېواد د همکاريو په اړه معلومات وړاندې کړل .
هغې وويل چې افغانستان د کاناډا د نوي حکومت د بهرنۍ تګلارې مهم لومړيتوب دی.
د کاناډا سفيرې د شفافيت او له فساد سره د مبارزې په برخو کې د افغان دولت اقدامات وستايل او زياته يې کړه چې دا هڅې به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې اوږودمهالې همکارۍ لا ډېرې پراخې کړي.
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په کاناډا کې د نوي حکومت د رامنځته کېدو له امله د کاناډا سفيرې ته د مبارکۍ تر څنګ د افغانستان له خلکو او دولت سره د کاناډا د هر اړخيزو مرستو قدرداني وکړه.
هغه زياته کړه چې هېواد يې له نړيوالې ټولنې سره خپلو ټولو تعهداتو ته ژمن دی.
د اتمر په وينا، د تدارکاتو د ځانګړې کمېټې جوړول او د نظامي اورګانونو د ظرفيتونو د سراسري ارزونې پيلول د شفافيت د رامنځته کولو لپاره له نړيوالې ټولنې سره د افغان دولت د ژمنو يوه مهمه برخه وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن