قلعه نو (پژواک، ٦ لړم ٩٤): تېر ماښام د بادغيس د جوند ولسوالۍ په کورېج سيمه کې د دوو پخوانيو جهادي قوماندانانو تر منځ په نښته کې شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د بادغيس د ولايتي شورا غړي او د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي فريد اخي زي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نښته د پخوانيو سيمه ييزو جهادي قوماندانانو (حاجي عبدالله او غوث محمد) تر منځ د ځمکې پر سر د دعوې له امله رامنځته شوې ده.
دى وايي چې د نښتې پر مهال غوث محمد او د هغه دوه کسان او د عبدالله درى کسان ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي چې د دغو کسانو تر منځ نښته اوس د سيمې د قومي مشرانو په منځګړيتوب درېدلې ده.
د سيمې قومي مشر ارباب نورمحمد هم وويل چې نښته د قومي مشرانو د هڅو په پايله کې درېدلې او دواړو لورو منلې چې بيا به وسله واله شخړه نه کوي.
هغه وايي چې که د يادو قوماندانانو تر منځ جګړه نه واى درول شوې، د سيمې خلک چې سخت بېوزلي هم دي، اړ کېدل چې سيمه پرېږدي.
د بادغيس د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالعزيز اماني وايي چې د کورېج سيمه پخواني جهادي قوماندانان له دولت سره همکاري لري او ياده نښته د شخصي مسايلو له امله شوې ده.
ده وويل چې ياد لس قومي مشران د جوند د ولسوال په هدايت د يادو قوماندانانو تر منځ منګړيتوب کوي.
هڅه مو وکړه چې له يادو قوماندانانو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
شاوخوا دوې مياشتې مخکې هم د يادو قوماندانانو د کسانو تر منځ په وسله واله نښته کې د حاجي عبدالله يو تن وژل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن