ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناامنۍ د کره احصايې اخيستو  خنډ دي

ناامنۍ د کره احصايې اخيستو خنډ دي

author avatar
28 Oct 2015 - 18:42
ناامنۍ د کره احصايې اخيستو  خنډ دي
author avatar
28 Oct 2015 - 18:42

کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٤): ناامنۍ د دولتي ادارو کمکاري، د مالي امکاناتو نه شتون او تخنيکي کمزورې اسانتياوې د دې لامل کېږي څو له بېلابېلو برخو کره احصايه پر ټاکلي وخت ترلاسه نه شي.

د مرکزي احصايې اداره شکايت کوي کله چې ولايتونو ته د احصايې ترلاسه کولو لپاره ورځي، يوازې د ولايتونو مرکزونو ته د تلو امکان شته، لرو پرتو ولسواليو ته د امنيت نه شتون له امله نه شي ور تلاى.

دا اداره ټينګار کوي چې دولتې ادارې په ټاکلي وخت شمېرې د دوى په اختيار کې نه ورکوي، د احصايې سروې د تطبيق لپاره، مالي امکانات او کمزورې تخنيکي اسانتياوې د دې لامل ګرځي څو د کره او پر وخت احصايې ترلاسه کولو په بهير کې ستونزې رامنځ ته شي.

د مرکزي احصايي ادارې سرپرست شېرمحمد جامي زاده نن په هغو مراسمو کې چې د احصايي نړيوالې ورځې په مناسبت د "غوره شمېرې غوره ژوند" تر نوم لاندې په کابل کې جوړ شوي وو، د مسلکي کدرونو نه شتون يې د دې ادارې پر وړاندې بله ننګونه وګنله.

هغه زياته کړه چې مرکزي احصايې اداره د يوازېنۍ رسمي ادارې په توګه دنده لري څو له احصايې ترلاسه شوې شمېرې تحليل، تجزيه او خپرې کړي او هڅه کوي څو د احصايې شمېرو ته اړتيا لرې کړي او د احصايې د ملي طرحې له لارې په خپل سل ورځني پلان کې چمتو کړي.

جامي زياته کړه چې د اړتيا وړ شمېرو برابرولو له لارې په هېواد کې د اغېزمنو پاليسيو او پراختيايي پروګرامونو وړانديز کېداى شي د خلکو لپاره د غوره ژوند امکاناتو رامنځته کولو په برخه کې د خدمت جوګه شي.

د مرکزي احصايي ادارې سرپرست وويل چې د احصايې ترلاسه کول د اړتياوو پېژندل، د پاليسيو ترتيب، د هېواد ټولنيز او اقتصادي پرمختګونو ارزونې په برخو کې د ملا د تير حيثيت لري.

هغه ټينګار وکړ چې د توليد، د شننو راغونډول، په ټاکلي وخت د کره شمېرو شننه او خپرول، د وزارتونو او ادارو د احصايي د کارکوونکو د وړتياوو لوړولو او د هېواد احصايې سيستم ته  بايد ډېره  پاملرنه وشي

دا په داسې حال کې ده چې مرکزي احصايې ادارې  ١٣٩٢ کال کې د افغانستان د نفوسو شمېر ٢٨،١ ميليون او په ١٣٩١کال کې ٢٧ ميليونه اعلان کړ او ويلي يې دي چې له ١٣٥٨کال څخه وروسته افغانستان کې سرشمېرنه نه ده شوې او دا شمېرې د دې ادارې د اټکل له مخې ترلاسه شوې دي.

همداراز ١٣٩٢کال کې د کورنيو ناخالصو توليداتو وده ٦،٤ سلنه او د تورم کچه په دغه کال کې ٥،٦ سلنه ثبت شوې ده.

د ښې حکومتولۍ په برخه کې  د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضيا مسعود په دغو مراسمو کې چې د اقتصاد، کار او ټولنيزو چارو، د ځينو ادارو  مرستيالانو او رييسانو او د ملګرو ملتونو استازو په کې برخه درلوده وويل، د ټولنې د ودې لپاره چې کومې ستراتيژۍ وړاندې کېږي، د شمېرو له نه شتون پرته خورا ستونزمن کار دى.

هغه زياته کړه: "چې احصايه د ټولنيزې، اقتصادي ودې او د کره پلان برابرولو لپاره وي؛ ځکه موږ بايد پوه شو چې زموږ د هېواد په جغرافيه کې څومره کسان ژوند کوي، هغوى ته څومره خوراکي توکي ضرورت دي، څومره کورونه شتون لري، کرنيز توليدات څومره دي، څو سلنه ناخلص ملي عوايد لرو، په کوم شمېر وزګار کسان لرو او د پيسو تورم څو سلنه دى؟"

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.