پل علم (پژواک، ٦ لړم ٩٤): ناپېژاندو وسله والو د لوګر په مرکز پل علم کې د نجونو يو ښوونځى سوځولى دى.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د مرکز اړوند د حاجي ګلون منځنى ښوونځى سوځولى دى.
هغه وايي چې په دې ښوونځي کې شاوخوا پنځه سوه نجونو زده کړې کولې خو اوس يې د درسي او اداري خونو تر څنګ ځيني اسناد هم سوځېدلي دي.
هغه زياته کړه: ((تر هغه چې دا مکتب بېرته جوړوو، موږ هڅه کوو د نجونو لپاره په بل ځاى کې د زده کړو زمينه برابره کړو.))
د صالح په وينا، امنيتي ځواکونو په ياده برخه کې پلټنې پيل کړې او دغه ښوونځى په هېواد کې د پوهنې د دښمنانو له خوا سوځول شوى دى.
د حاجي ګلون سيمې اوسېدونکي سيداحمد پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا درى بجې ناپېژندو وسله والو دغه ښوونځي ته اور اچولى دى.
هغه زياته کړه: ((سهار چې موږ راغلو اور مو ووژاه او بيا مو معارف رياست ته خبر ورکړ.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه ښوونځي ډېره برخه په بشپړه توګه سوځېدلې ده.
د حاجي ګلون ښوونځى ١٣٧٢ هـ ش کال کې جوړ شوى دى.
د روان کال په اوږدو کې نا پېژندو وسله والو د لوګر د مرکز اړوند په پورک سيمه کې د غلام نبي په نوم د هلکانو لېسه هم سوځولې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن