کندهار (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د کندهار ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ورځ تر بلې پر نشه يي توکو د روږدو شمېر زياتېږي، خو په مقابل کې يې د درملنې امکانات ډېر کم دي.
تر تېر کال پورې په کندهار کې پر نشه يي توکو د روږدو شمېر شاوخوا ١٠٠ زره يادېده، خو سږ کال يې شمېر له ١٣٠ زره څخه لوړ شوى دى.
له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ګل محمد شکران پژواک خبري اژانس ته وويل، له بده مرغه په کندهار کې ورځ تر بلې د نشه يانو شمېر ډېرېږي.
هغه زياته کړه، د عامې روغتيا رياست له خوا د شوې سروې له مخې سږ کال پر نشه يي توکو د روږدو شمېر له ١٣٠ زره تنو څخه زيات شوى چې ١٠ سلنه يې ښځې دي.
دى وايي، په تېرو کلونو کې په کندهار کې په نشه يي توکو د روږدو وګړو شمېر سل زره تنه وه، خو اوس نوره هم لوړه شوې، چې لاملونه يې غربت، بې کاري، د پوهې ټيټه کچه، نشه يي توکو ته اسانه لاسرسى او نور دي.
شکران يادونه وکړه چې له بده مرغه په دې وروستيو کې د ځوانانو تر منځ د چرسو څکول ډېر عام شوي او ان کوم عيب نه ګڼل کېږي.
هغه وويل: ((په دې وروستيو کې لوستي او نالوستي ځوانان د چرسو په څکولو روږد شوي، آن په ډېرو مواردو کې محصلين ليدل شوي چې چرس څکوي او دغه عمل هيڅ بد نه ګڼي.))
نوموړي دغه راز په نشه يي توکو د روږدو وګړو تر منځ د تنکيو ځوانانو شمېر هم ډېر ګڼي او وايي، ګڼ شمېر تنکي ځوانان لومړى په نشه يي توکو روږد کېږي او وروسته بيا د همدې توکو پلور ته اړ کېږي.
د هغه په خبره، دا چې تنکي ځوانان د پوليسو تر جدي تعقيب لاندې نه وي، د مافيا لپاره د نشه يي توکو د پلورلو ښه وسيله دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس دغه حالت د هېواد د راتلونکي لپاره خطرناک وګاڼه او ويې ويل د مخنيوي لپاره يې په ملي کچه بېړنيو اقداماتو ته اړتيا ده.
دى وايي، په کندهار کې د نشه يانو لوړې شمېرې ته په کتو د هغوى د درملنې مرکزونه ډېر کم دي.
د هغه په خبره، دا مهال په کندهار کې د نشه يانو د درملنې څلور مرکزونه شته چې يو يې په ډنډ ولسوالۍ کې د امنيې قوماندانۍ له خوا جوړ شوى او په اجباري توکه د نشه يانو درملنه کوي، دويم په سپين بولدک او پاتې دوه نور په کندهار ښار کې د ملالۍ او ودان په نومونو فعاليت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن