کابل ( پژواک، ٧ لړم ٩٤ ) : جرمني اعلان کړى چې له خپل هېواد څخه ټول هغه افغانان باسي او خپل هېواد ته يې لېږي چې په غير قانوني توګه دغه هېواد ته ورغلي دي.
د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ډي مايزير په برلين کې ديوې خبري غونډې پر مهال ويلي، چې هېواد ته يې د افغان پناه غوښتونکو مخ په زياتېدونکې لړۍ ورته نوره د منلو وړ نه ده.
هغه له افغانانو وغوښتل چې په خپل هېواد کې پاتې شي، د خپل ولس او هېواد خدمت وکړي.
ده زياته کړې: (( کوم افغانان چې د افغانستان له نسبتاً با امنو سيمو څخه راغلي، هغوى به بېرته ولېږل شي.))
د يادونې ده چې په افغانستان ، سوريه او عراق کې د روانو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله اروپا ته په غير قانوني توګه د کډوالو د تګ لړۍ ګړندۍ شوې ده.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په روان کال کې ٧٠ زره افغانان اروپا ته تللي، چې ډېرى برخه يې ځوانان جوړوي.
د جرمني د کورنيو چارو وزير ويلي، ټول هغه افغانان چې هېواد ته يې ورغلي، نه شي کولى د تل لپاره هلته پاتې شي.
د راپورونو له مخې، سلګونه زره کډوال چې ډېرى يې افغانان، د سوريې او عراق اوسېدونکي دي سږ کال جرمني ته رسېدلي دي.
د جرمني د کورنيو چارو وزير د معلوماتو له مخې، په روانه مياشت کې تر سوريې وروسته ډېر افغانان دغه هېواد ته ورغلي دي.
توماس ډي مايزير ويلي، چې ډېرى افغانان د افغانستان د پلازمېنې کابل ولايت د منځنۍ طبقې اوسېدونکي دي او دوى بايد په خپل هېواد کې پاتې شي.
د جرمني د کورنيو چارو وزير زياته کړې، چې دوى د افغانستان له حکومت سره په ګډه ددې افغانانو د بېرته ستنولو لپاره کار کوي.
راپورونه وايي چې جرمني به دغه افغانان په پوځي الوتکو کې بېرته افغانستان ته ولېـږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن