ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د اچين سلګونو اوسېدونکو د وسله والو پر ضد پاڅون کړی”

“د اچين سلګونو اوسېدونکو د وسله والو پر ضد پاڅون کړی”

author avatar
29 Oct 2015 - 15:04
“د اچين سلګونو اوسېدونکو د وسله والو پر ضد پاڅون کړی”
author avatar
29 Oct 2015 - 15:04

جلال اباد(پژواک،۷لړم ۹۴): چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې ۶۰۰ ځايي اوسېدونکو د وسله والو پر ضد پاڅون کړی دی.

د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد د لړم  په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له څو ورځو راهيسې د اچين په عبدالخېلو، پېخې مامندو او نورو سيمو کې ۶۰۰ ځايي خلکو د حکومت په ملاتړ پاڅون کړی دی.

ولسوال وايي، چې پاڅون کوونکي له افغان سرتېرو سره په ګډه د وسله والو پرضد په جګړه عملياتو کې برخه لري او تراوسه ګټور ثابت شوي دي.

مجاهد وايي: ((د يادو عملياتو په ترڅ کې تېره شپه او نن سهار  د داعش ٣٠ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي. له ولسي خلکو سره په ګډه زموږ عمليات بريالي روان دي.))

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته تاييد کړه، چې په اچين ولسوالۍ کې د حکومت تر نظارت لاندې يو شمېر ځايي خلکو د وسله والو پر ضد پاڅون کړی دی.

مشرقيوال چې د اچين په عملياتو کې برخه لري، وايي: ((سلګونه ځايي اوسېدونکو د حکومت په ملاتړ پاڅون کړی او موږ ورته د پوستو جوړولو چارې پيل کړې دي.))

دغه امنيتي چارواکی وايي، ياد پاڅون کوونکي د حکومت تر نظارت لاندې دي، چې وروسته به يې يو شمېر د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې جذب شي.

د ننګرهار لپاره څو ورځې مخکې زر سيمه ييز پوليس منظور شول، چې د ولايتي ادارې په وينا، په يو شمېر ناامنو سيمو کې به يې پر دندو وګوماري.

له هڅو سره سره بريالي نه شوو، چې د يادو پاڅون کوونکو نظر واخلو.

بلخوا د ۲۰۱سېلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال محمدنسيم سنګين پژواک ته وويل، چې په اچين کې يې عمليات په برياليتوب سره روان دي.

هغه وايي چې نن سهار يې په يادو عملياتو کې يو شمېر وسله والو ته مرګ وژبله اړولې او هم مهال يې تاييد کړه، چې په يادو جګړو کې يې درې امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.