ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې چاودنې ٩ تنه ټپيان کړل

مزار کې چاودنې ٩ تنه ټپيان کړل

author avatar
29 Oct 2015 - 15:19
مزار کې چاودنې ٩ تنه ټپيان کړل
author avatar
29 Oct 2015 - 15:19

مزار شريف (پژواک، ٧ لړم ٩٤ ) : د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې ديوې چاودنې له امله نهه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د لړم په ٧ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د مقناطيسي ماين  له امله دا چاودنه د روضې شمال ته د کفايت مارکېټ مخې ته شوې ده.

قادري وايي چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړي ټپي شوى دى.

خو د مزار شريف د ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر شفيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې چاودنې ٩ ټپيان راوړل شوي وو.

د نوموړي په وينا، درې تنه سطحي ټپيان تر لومړنۍ  درملنې وروسته رخصت شوي او په پاتې ټپيانو کې د دوو روغتيايي حالت يو څه داندېښنې وړ دى.

د عبدالصبور په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د کفايت مارکېټ مخې ته د موبايلونو د خرڅلاو په تور بازار کې وشوه.

د هغه په وينا، لاسي بم ته ورته ماين چې په يوه جرابه کې ځاى پر ځاى شوى و، د يوه نامعلوم تن له خوا د خلکو په منځ کې وغورځول شو، چې ورسره چاودنه رامنځته شوه.

نوموړى وايي چې د چاودنې له امله يو شمېر کسان ټپيان شول، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې نن په بلخ ولايت کې له بېړنيو امنيتي حالاتو سره د مقابلې لپاره يو ضربتي ځواک رامنځته شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.