کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٤ ) : د کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې د لوبډلې پر وړاندې له سترې بريا وروسته هېواد ته راستنه شوه او ګڼ شمېر هېوادوالو يې په اتڼونو هرکلی وکړ.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې افريقايي هېواد زمبابوې ته د کرکټ په دوو شل اووريزو لوبو کې ماتې ورکړه او له پنځو ٥٠ اووريزو لوبو يې هم درې له زمبابوې څخه وګتلې.
دا لومړى ځل دى چې د کرکټ د دويمې درجې غړيتوب لرونکي هېواد ( افغانستان) د لومړۍ درجې غړيتوب لرونکي هېواد ( زمبابوې ) ته ستره ماتې ورکړه.
افغان لوبډله نن له غرمې مخکې کابل ته راورسېده.
يو شمېر دولتي چارواکي او ګڼ شمېر عام خلک د کابل هوايي ډګر ته د خپلې لوبډلې هرکلي ته ورغلي وو.
هېوادوالو په ډولونو او اتڼونو د کرکټ لوبډلې هر کلى وکړ او دغه لوبډله يې تر کرکېټ بورډ پورې بدرګه کوله.
د کرکـټ بورد مخې ته زرګونه کسان د خپلې لوبډلې د هرکلي په موخه راټول شوي دي.
وړمه شپه هم د افغانستان په وخت په شاوخوا اووه بجو د افغانستان د ملي لوبډلې له بريا سره سم په پلازمېنه کابل، کندهار، جلال اباد او يو شمېر نورو ښارونو کې هېوادوال او د کرکټ مينه وال راووتل ، په ډولونو او اتڼونو يې دا بريا ونمانځله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن