ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د ولسمشر بل فرمان رد کړ

ولسي جرګې د ولسمشر بل فرمان رد کړ

author avatar
31 Oct 2015 - 16:15
ولسي جرګې د ولسمشر بل فرمان رد کړ
author avatar
31 Oct 2015 - 16:15

کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٤): ولسي جرګې د ولسمشر څلورم تقنيني فرمان چې د ملي شورا په دوبنيو رخصتيو کې صادر شوی و، د رايو په اکثريت رد کړ.

د ولسي جرګې ملي اقتصاد کمېسيون مرستيال شېرولي وردګ نن د بوديجې خپلواک واحد په توګه  د ملي اقتصاد مشاوريت دفتر د رامنځته کېدو په اړه د ولسمشرۍ تقنيني فرمان عمومي غونډې ته وړاندې کړ.

هغه وويل چې د دغه فرمان له مخې يو خپلواکه اداره چې ٦٠ کار کوونکي به ولري، رامنځ ته کېږي.

هغه زياته کړه چې دغه فرمان د قانون خلاف صادر شوى دى او د داسې ادارو رامنځته کولو لپاره اړتيا نه شته.

د دې جرګې يو شمېر نورو غړو هم  له دغه فرمان سره مخالفت وښود او د رد غوښتنه يې وکړه.

د دغه مجلس غړې جنرال نظيفې وويل چې په هېواد کې زرګونه روزل شوي ځوانان شتون لري؛ خو له دوولسم څخه فارغ شوي پر لوړو معاشونو پر دندو ګومارل شوي دي.

د هغې په وينا، ولسمشر د ځينو خلکو د خوښ ساتلو لپاره نوې ادارې رامنځ ته کوي.

قاضي نذيراحمد حنفي هم وويل چې ولسي جرګه دې حکومت ته اجازه نه ورکوي څو موازي او نه اړينې ادارې جوړې کړي.

نن د ولسي جرګې له ١٢٥ غړو څخه لسو تنو ياد فرمان ته د تاييد رايه او پاتې نورو د رد رايه ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د تلې ٢٩مه د ولسمشر دوه فرمانونه  پر عوايدو د مالياتو قانون د ځينو موادو تعديل او د ګمرکونو قانون يې د رايو په اکثريت رد کړي دي.

همداراز دې جرګې د تلې په ٢٢مه پر مخابراتي خدمتونو د لس سلنه اېښودل شوي محصول په اړه د ولسمشر فرمان د رايو په اکثريت رد کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.