ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ٨٢ سلنه ماشومان او ځوانان له زده کړې بې برخې دي

د کندهار ٨٢ سلنه ماشومان او ځوانان له زده کړې بې برخې دي

author avatar
1 Nov 2015 - 16:37
د کندهار ٨٢ سلنه ماشومان او ځوانان له زده کړې بې برخې دي
author avatar
1 Nov 2015 - 16:37

کندهار ( پژواک، ١٠ لړم ٩٤ ) : چارواکي وايي، په کندهار کې ١٨ سلنه ماشومان او ځوانان زده کړو ته لاسرسى لري، خو پاتې ٨٢ سلنه ماشومان او ځوانان له زده کړو بې برخې دي.

دغه څرګندونې د لړم په ١٠مه، د ځوانانو اړوند د ستراتېژي جوړونې په هغه غونډه کې وشوې چې په کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال ډاکټر کمال سادات، د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکار شميم کټوازي، د UNFPA استازي ډاکټر نور محمد مراد، د کندهار ولايتي مرستيال عبدالعلي شمسي، د کندهار پوهنتو رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حضرت ولي هوتک او په لسګونو ښځينه او نارينه ځوانانو ګډون کړى وو.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل، دا لومړى ځل دى چې د ځوانانو اړوند د ستراتېژي جوړونې په برخه کې له ځوانانو نظرونه غوښتل کېږي.

هغه ټينګار وکړ چې د ځوانانو په پنځه کلنه ملي ستراتېژي کې دې د دغې سيمې د ځوانانو ستونزې په نظر کې ونيول شي او وړانديزونو ته دې يې جدي پاملرنه وشي.

د کندهار ولايت مرستيال وويل، په ټوليزه توګه په دې  ټولنه کې ځوانان په دوو کټګوريو وېشل شوي چې يو لوستي او بل يې نيمه لوستي او يا يو مخ له زده کړې بې برخې دي، خو له بده مرغه چې دواړه کټګوري ځوانان له بې کارۍ ځورېږي.

هغه زياته کړه، تر هغه بريده چې د کندهار ولايتي اداره امکانات لري، په نوو ګومارنو کې يې ځوانانو ته ٩٩ سلنه ونډه ورکړې، خو دا کافي نه ده، په کار ده د هېواد په کچه ځوانانو ته د کار موندلو په برخه کې جدي اقدامات وشي.

ده ټينګار وکړ چې د ځوانانو په ملي ستراتېژي کې دې ځوانانو ته پر کار موندنه ډېر تمرکز وشي.

شمسي دغه راز د يوې بلې ستونزې يادونه هم وکړه او ويې ويل په کندهار کې ګڼ شمېر مدني او د مېرمنو ټولنې شته، خو د ځوانانو اړوندې ادارې هومره امکانات نه لري چې دغه ټولنې منسجمې او د ټولنې په ګټه وکاروي.

هغه غوښتنه وکړه چې په ستراتېژي کې دې دغې برخې ته هم جدي پاملرنه وشي، څو په مدني ټولنه کې انسجام پياوړى شي او د پرمختګ باعث وګرځي.

د کندهار پوهنتون رييس وويل، د هغه سروې له مخې چې د ياد شوي پوهنتون له خوا په دې وروستيو کې شوې، په کندهار کې د ټولو ښوونځيو د زده کوونکو شمېر ٢٣٠ زره تنه ده، چې دا د ټول نفوس ١٨ سلنه جوړوي.

دى وايي، له بدغه مرغه د دې ولايت ٨٢ سلنه ماشومان او ځوانان له زده کړې محروم دي.

هغه زياته کړه: ((لا هم په کندهار کې داسې سيمې شته چې هلته اصلاً هيڅ ښوونځى نشته، نو بيا موږ څنګه د متوازن انکشاف خبرې کوو؟))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.