کابل (پژواک،١٠ لړم ٩٤): د حکومت اجرائيه مشر نا امنۍ ستره ننګونه بولي او وايي دا اندېښنې چې ګواکې حکومت په هېواد کې د نا امنيو لپاره پروګرام جوړوي، سمې نه دي، بلکې حکومت نه دى توانېدلى چې خپل پيغام پر وخت خلکو ته ورسوي.
ډاکتر عبدالله عبدالله وويل چې حکومت د امنيت راوستو ته ژمن دى او پوهېږي چې امنيتي ننګونې د خلکو ستره اندېښنه ده او بايد چې د حکومت ژمنه د امنيت د خوندي کولو په برخه کې تر پوښتنې لاندې رانه شي.
نوموړى چې نن يې په کابل کې د کلو پراختيايي شوراګانو پنځم ملي مشورتي کنفرانس ته خبرې کولې، وويل چې د حکومت د ژمنو په عملي کولو کې نيمګړتياوې او ننګونې شته چې د خداى ج په مرسته او د خلکو په ملاتړ به پلې شي.
عبدالله وويل چې امنيتي ننګونې د خلکو د اندېښنو ستره برخه ده او حکومت له خلکو مالي او ځاني ملاتړ ته ژمن دى.
هغه زياته کړه: ((دا اندېښنې چې ګني حکومت د هېواد د نا امنه کولو لپاره پروګرام جوړوي، سمه نه ده، بلکې حکومت نه دى توانېدلى چې خپل پيغام پر وخت خلکو ته ورسوي.))
ډاکتر عبدالله وويل: ((دا پوښتنې [د نا امنۍ لپاره د حکومت پروګرام جوړول] کله کله د خلکو په ذهنونو کې پيدا کېږي، خو له دې موضوع يواځې د افغانستان د خلکو دښمنان ګټه اخلي، هغوى چې وژنې کوي او افغانستان رغېدو ته نه پرېږدي.))
ډاکتر عبدالله وويل: ((له تېر بايد درس واخلو او خلکو ته خپله اراده ثابته کړو.))
عبدالله د کنفرانس ګډونوالو ته په خطاب کې زياته کړه چې د ملي پيوستون شوراګانو غړي د دې تر څنګ چې د پراختيا، اقتصادي ودې، د پراختيا په پيل کې د خلکو د ونډې او د کليو په کچه د پراختيا لپاره پروګرامونه جوړوي، کولى شي چې د امنيت په خوندي کولو او له امنيتي ځواکونو څخه د خلکو په ملاتړ کې بنسټيز رول ولري.
داکتر عبدالله وويل چې په هېواد کې کارونه شوي، خو بسنه نه کوي، هغه وويل: ((نن زموږ خلک ډېره تمه لري، دا تمه توقع هغه مهال له هيلې پر عمل بدلېږي چې د حکومت او شوراګانو تر منځ اړيکه د نن په پرتله ښه تعريف شوې وي او موږ د شوراګانو د پاتې ټاکنو په برخه کې ژمن يو.))
هغه زياته کړه چې د پروژو د نا بنسټيز والي، څارنې، ساتنې او تداوم په اړه ځيني شکايتونه شته، خو هغوى چې پروژې عملي کوي، د کار کيفيت بايد په پام کې ونيسي او خلک ځانونه د دې پروژو اصلي مالکان وبولي.
د حکومت اجرايي مشر څرګنده کړه چې راتلونکي لس کلونه د نړۍ په کچه د بنسټيزې پراختيا د لسيزې په نوم ياده شوي او تېره مياشت د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي ناسته کې هېوادونو د تلپاتې پراختيا د موخو د پلې کېدو لپاره ځانونه ژمن وبلل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن