ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ٣٠ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

هلمند کې د ٣٠ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
1 Nov 2015 - 16:04
هلمند کې د ٣٠ وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
1 Nov 2015 - 16:04

لښکرګاه (پژواک،١٠ لړم ۹۴): د هلمند امنيتي چارواکي په دغه ولايت کې د ٣٠ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او د يو شمېر نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د لړم په ١٠مه په لښکرګاه کې خبريالانو ته وويل چې وسله والو طالبانو پلان درلود تر څو نن د هلمند- کندهار لويه لار د ګرشک، نهر سراج او سرکار په سيمو کې د ترافيکو پر مخ وتړي.

ده وويل چې په يادو سيمو کې د پوليسو او طالبانو تر منځ څلور ساعته جګړه وشوه چې له امله يې ٣٠ وسله وال و وژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

هغه زياته کړه: ((نښتې څلور ساعته دوام وکړ او په دې نښته کې يواځې پوليسو برخه اخيستې وه.))

هغه وويل چې د څلورو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې دي خو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ملاخېل د معلوماتو له مخې، له يادې جګړې څخه پوليسو دوه میله کلاشینکوف، دوه میله راکټ، یوه پیکا او یو ۸۲ میلې میتري توپ او له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه: ((زموږ پوليسو له يادو سيمو څخه طالبان پر شا تمبولي دي.))

ملاخېل دا هم وويل چې د نادعلي او ګرشک ولسواليو تر څنګ يې د  لښکرګاه په باباجي سيمه کې هم طالبان کمزوري کړي او ډېرې سيمې ترې بېرته نيولې دي.

بلخوا د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي وايي چې په ياده جګړه کې د ملي اردو ځواکونو هم برخه اخيستې وه.

ده وويل چې په دې جګړه کې يو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره يې وړاندې نه کړه.

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې نن سهار دوه ځلې د لښکرګاه په باباجي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.

د هغه په وينا، په دغو نښتو چې د ورځې تر يوولسو بجو دوام وکړ له امله يې ګڼ شمېر امنيتي سرتېري ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.