هرات ښار (پژواک، ١٠ لړم ٩٤): په هرات ولايت کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې د سړک جوړونې د يوه شرکت څلور کار کوونکي ټپيان شوي دي.
د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي نن (د لړم ١٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د سړک جوړونې د يوه شرکت څلور کار کوونکي له پښتون کوټ ولسوالۍ نه هرات ښار ته راتلل چې له دې پېښې سره مخ شول.
احمدي زياته کړه چې دغه کسان د ګذرې ولسوالۍ په (کورت ونشين) سيمه کې د ناپېژاندو موټرسايکل سپرو له وسله وال بريد سره مخ شول.
د هرات د پوليسو وياند وايي چې د دغو کسانو له ډلې درى د هرات او يو بل د لوګر ولايت اوسېدونکي دي چې د سړک جوړونې له يوه شرکت سره يې کار کاوو.
احمدي وايي چې دغو څلور انجنيرانو له ځان سره وسله وال ساتونکي هم لرل، خو د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يې له ځان نه دفاع نه ده کړې.
په ورته وخت کې د هرات حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي پژواک ته وويل چې د دې پېښې درى ټپيان روغتون ته ور وړل شوي چې يو يې له درملنې وروسته رخصت شوى، خو دوه نور لا هم بستر دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن