کابل ( پژواک، ۱۰ لړم ۹۴ ) : په کابل ښار او شاوخوا سیمو کې تیره شپه زلزله وشوه، چې له امله یې ښاریان له خوبه راویښ شول.
دا زلزله د شپې په شاوخوا ۲:۳۰ بجو وشوه، خو د تیرې زلزلې په پرتله کمه، یواځې د څو ثانیو لپاره وه او یو ټکان یې ورکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې تیره اونۍ ( دلړم په ۴مه) په کابل او ځینو شمالي او ختیځو ولایتونو کې د ۷،۵ درجې سخته زلزله شوې وه، چې له امله یې ۱۱۸ هیوادوال مړه او تر ۵۴۰ زیات ژوبل شوي وو.
تیره شپه تر زلزلې وروسته ګڼ شمیر ښاریانو په ټولینزه شبکه فیسبوک کې خلې اندیښنې څرګندې او د یو بل د خیریت پوښتنه یې کوله.
د محمد حلیم په نامه یوه تن لیکلي : (( زلزلې له خوبه راویښ کړم، خدای رحم وکړ، دومره زوروره نه وه، خدای وکړي چې نور دوستانو ته هم خیر وي.))
د رحمت الله په نامه یوه بل تن لیکلي چې د زلزلې ټکان سخت و، خو په خیر سره تېره شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې دتیرې اونۍ تر زلزلې وروسته ځینو ادارو د بیا زلزلې د وړو ټاکنونو وړاندیزونه کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن