ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډنډپټان کې جګړه روانه ده

ډنډپټان کې جګړه روانه ده

author avatar
1 Nov 2015 - 10:28
ډنډپټان کې جګړه روانه ده
author avatar
1 Nov 2015 - 10:28

ګردېز (پژواک، ١٠ لړم ٩٤): د پکتيا ولايت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

په پکتيا کې د ۴۰۲ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سلګونو وسله والو تېره شپه د ډنډپټان ولسوالۍ پر سرحدي پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه زياته کړه چې جګړه اوس هم (له غرمې مخکې لس بجې) دوام لري.

هغه وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه پنځه سرحدي پوليس ټپيان شوي او يوه پوسته هم سوځېدلې ده.

ده وويل چې امنيتي ځواکونه د وسله والو پر وړاندې کلک مقاومت کوي تر څو  وسله وال مخالفين بېرته په شا کړي.

خپلواک د وسله والو طالبانو د هويت په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه: ((دا به په راتلونکي کې معلومه شي.))

د ډنډپټان ولسوالۍ قومي مشر عجب ګل پژواک ته وويل چې ګڼو وسله والو تېره شپه د دې ولسوالۍ په مقبل سيمه کې پر سرحدي پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه وايي چې د تلفاتو په اړه معلومات نه لري خو دواړه لوري يو پر بل ډزې کوي او طالبانو تر اوسه دوه امنيتي پوستې نيولې دي.

وسله وال طالبان هم ياده نښته تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو له تېرې شپې راهيسې د ډنډپټان ولسوالۍ پر سرحدي پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه وايي چې  طالبانو تر اوسه څلور امنيتي پوستې نيولې او ګڼو امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.