ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت دې د خوست ملکي هوايي ډګر جوړولو ته جدي پام وکړي

حکومت دې د خوست ملکي هوايي ډګر جوړولو ته جدي پام وکړي

author avatar
2 Nov 2015 - 14:02
حکومت دې د خوست ملکي هوايي ډګر جوړولو ته جدي پام وکړي
author avatar
2 Nov 2015 - 14:02

خوست (پژواک، ١١ لړم ٩٤): د خوست اوسېدونکي او ولايتي شورا له مرکزي دولته غوښتنه کوي چې د دوی د جدي اړتيا له مخې په دغه ولايت کې د ملکي هوايي ډګر جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د دغه هوايي ډګر د جوړېدو کار شاوخوا دوه نيم کاله مخکې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له لوري د ۱۴ ميليونه ډالرو په لګښت پيل شو، خو په پروژه کې يې د اختلاس له امله له تېر يو نيم کال راهيسې چارې په ټپه ولاړې دي.

د خوست د ولايتي شورا غړي شکرالله بابکرخېل پژواک اژانس ته وويل چې ولسمشر اشرف غني دغه ولايت ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې د هوايي ډګر جوړولو ته به جدي پاملرنه وکړي.

هغه وويل چې تر اوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه تر سترګو کېږي او هوايي ډګر چې اوس بايد ګټې اخيستنې ته سپارل شوی وای، هماغسې تش په نوم پاتې دی.

بابکرخېل زياته کړه: "ولسمشر خوست ته د سفر پر مهال نوي والي ته دنده وسپارله چې د  دې پروژې قرارداد وڅېړي او د کارونو د بيا پيل لپاره يې ده ته وړاندې کړي، خو متاسفانه چې تر اوسه هېڅ کار نه دی شوی."

د يادې شورا بل غړي قديم افغان پژواک اژانس ته وويل چې که وضعيت همداسې دوام وکړي، فکر نه کوي چې د ملکي هوايي ډګر په برخه کې د خوستوالو هيله پوره شي.

نوموړي له مسوولو دولتي چارواکو په ځانګړي ډول له ولسمشره وغوښتل چې پرته له کوم ځنډ څخه د يادې پروژې کار پيل او پلې کېدو ته يې ګړنديتوب ورکړي.

هغه زياته کړه: "خوست سلګونه زره مسافر په بهرنيو هېوادونو کې لري چې د هغوی د تګ راتګ ستونزې د دغه هوايي ډګر په جوړېدو سره هوارېدلای شي. دغه راز د عوايدو يوه بله منبع به هم پيدا شي."

ځينې شمېرې ښيي چې خوست دا مهال له نورې نړۍ پرته يواځې په متحده عربي اماراتو کې تر سل زره ډېر مسافر لري او هيله لري چې د هوايي ډګر په جوړېدو سره به مستقيماً له هغه هېواده خپل ولايت ته الوتنې وکړي.

د دغه ولايت اوسېدونکي سپين روان نورزي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې په دغه ولايت کې د ملکي هوايي ډګر شتون، د خوستي مسافرو لپاره حياتي ارزښت لري.

هغه له مرکزي دولته وغوښتل چې يادې پروژې ته جدي پاملرنه وکړي، څو د مسافرو ياد ارمان پوره شي.

ده زياته کړه: "هره ورځ سلګونه مسافر کابل او بيا په موټرو کې ستړي ستومانه خوست ته راځي. که هوايي ډګر جوړ شي، نه يوازې د مسافرو ستونزې به هوارې شي، بلکې د سوداګرۍ په پراختيا کې هم مرسته کوي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.