کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٤): راپورونه وايي چې له طالبانو بېلې شوې ډلې ملا محمد رسول خپل نوى مشر او د هغه لپاره يې دوه مرستيالان ټاکلي دي.
د روان لمريز کال د زمري په اتمه د طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر د مړينې تر اعلان څو ورځې وروسته طالبانو ملا اختر منصور د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړ.
خو د ملا عمر زوى ملا يعقوب، ورور يې ملا منان او ځينو پخوانيو طالب وزيرانو، قوماندانانو او چارواکو له ملا منصور سره مخالفت اعلان کړ.
د طالبانو تر منځ د پخلاينې تر يوې پروسې وروسته د ملا عمر کورنۍ بېرته له ملا منصور سره يو ځاى شوه، خو ځينو نورو طالب مشرانو خپل مخالفت ته ادامه ورکړه او د (طالبانو اسلامي تحريک) په نوم يې نوې ډله اعلان او شورا يې جوړه کړه.
د اېکسپرېس په نوم يوې پاکستانۍ رسنۍ د لړم په ١١مه خبر ورکړى چې څو ورځې مخکې د طالبانو جلا شوې شورا پرېکړه وکړه چې خپلې ډلې ته نوى مشر او مرستيالان وټاکي.
سرچينې زياته کړې چې د شورا د پرېکړې له مخې د طالبانو د رهبرۍ شورا پخوانى غړى ملا محمد رسول د مشر په توګه، ملا منصور دادالله او شېرمحمد منصور يې د مرستيالانو په توګه ټاکلي دي.
ويل کېږي چې د طالبانو د نوې ډلې مشر ملا محمد رسول د فراه ولايت اوسېدونکی دی، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نيمروز والي و.
د ملا اختر منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن