کابل (پژواک ١١ لړم ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي ادعا کوي، چې د کورنيو چارو وزير د دغې جرګې له استيضاح څخه د پټو معاملو په پايله کې بريالى راوتلى دى.
نورالحق علومي نن له غرمې وړاندې د ولسي جرګې د استيضاح غونډې ته حاضر شو او د دغه وزارت د کړنو او د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه يې د يادې جرګې غړو ته ځوابونه وويل.
د اساسي قانون د ٩٢ يمې مادې پر بنسټ، که چېرې د استيضاح شوي وزير سپيناوى د قناعت وړ نه وي نو ولسي جرګه د باور رايې پر بيرته اخيستو فکر کوي.
نن ولسي جرګې د رايو په اکثريت سره د علومي څرګندونې د منلو وړ وبللې، خو په ياده جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې مريم کوفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې هرو مرو معامله شوې، له هغه پرته بايد د کورنيو چارو وزير ځوابونه نه وى منل شوي.
هغې زياته کړه: "که چېرې معامله نه وي شوې، اړينې او ملي پوښتنې ولې ونه شوې...که چېرې نغدي معامله نه وي شوې نو هرو مرو د مقرريو په اړه معامله شوې ده."
په ياده جرګه کې د کابل استازي قيس حسن، چې له وزير څخه د يادې جرګې د پنځو کسانو د پوښتنه کوونکو کسانو له ډلې څخه و، هغه هم وويل چې له استيضاح څخه په بريالۍ توګه سره د وزير راوتلو کې معامله شوې ده.
هغه زياته کړه: "په داخل کې بهرنيو لاسونو کار وکړ،هرو مرو معامله شوې، ځکه د استازو چلند ١٨٠ درجې توپير کړى و."
د هغه په وينا، د کورنيو چارو وزير د مديريت وړتيا نه لري او نوموړي هم د وزير د استيضاح فورم ډک کړى و، خو چې کله يې وليدل چې وزير د نورو په فرمايش استيضاح شوى نو نوموړي خپل لاسليک بيرته واخيست.
د يادې جرګې بلې غړې عزيزه جليس هم په دې باور ده چې معامله شوې ده.
هغې ادعا وکړه، چې کور په کور کمپاينونه، د يو شمېر استازو په فرمايش د ځينو کسانو په دندو ګومارل او له قوم پالنې څخه ناوړه ګټه اخيستل د دې لامل شوي چې له وزير څخه د باور رايه وانخيستل شي.
د يادولو ده چې د ولسي جرګې ٧٢ کسانو د علومي د استيضاح فورم ډک کړى و، خو د نن ورځې د رايې ورکولو په لړۍ کې د جرګې له ١٥١ کسانو يواځې ٣٨ کسانو د وزير خبرې د قناعت وړ ونه بللې.
د يادولو ده چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په دغه جرګه کې د کندهار استازي عبدالرحيم ايوبي هم ادعا کړې وه، چې د يادې جرګې يو شمېر غړي د پيسو په بدل کې وزيرانو د باور رايه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن