ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان: د افغان سولې لپاره شرايط برابر نه دي

پاکستان: د افغان سولې لپاره شرايط برابر نه دي

author avatar
3 Nov 2015 - 13:23
پاکستان: د افغان سولې لپاره شرايط برابر نه دي
author avatar
3 Nov 2015 - 13:23

کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې د خپل دريځ په بدلولو سره ويلي چې اوسني حالات د سولې د خبرو اترو لپاره برابر نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له تېرو دوو مياشتو راهيسې بار بار د افغان سولې خبرو اترو پر پيلېدو ټينګار کاوو او په دې برخه کې يې د خپلې مرستې وړانديزونه کول.

خو په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف سلاکار سرتاج عزيز په اسلام اباد کې د ستراتيژيکو څېړنو په مرکز کې تر يوې غونډې وروسته له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي چې اوسني حالات د افغانستان د سولې پروسې لپاره برابر نه دي.

هغه زياته کړه: ((زه نه پوهېږم چې په اوسنيو حالاتو کې د  افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول لوبول سم دي که نه؟))

د نوموړي په وينا، د سولې پروسې تر بيا پيل مخکې بايد افغانستان او پاکستان د دې پروسې د ګټو په اړه فکر وکړي او د سولې خبرو لپاره مناسب ماحول او فضا رامنځته شي.

د يادونې ده، د روان لمريز کال د چنګاښ په ١٦مه د پاکستان په منځګړيتوب، د امريکا او چين په نظارت سره د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د سولې لومړى پړاو خبرې اترې ترسره شوې.

ټاکل شوې وه د زمري په اتمه دويم پړاو خبرې هم ترسره شي، خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې تر خبر وروسته دا لړۍ ودرېده او افغان حکومت اعلان وکړ چې تر دې وروسته د پاکستان په منځګړيتوب د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف سلاکار سرتاج عزيز وايي چې افغان حکومت د سولې د خبرو يو لورى او طالبان بل لورى دي؛ ځکه نو د خبرو اترو د برياليتوب لپاره د دغو لورو موافقه اړينه ده.

د هغه په وينا، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سولې خبرې اترې يواځېنۍ لاره ده او پاکستان له دې خبرو ملاتړ کوي.

سرتاج عزيز ويلي چې پاکستان د افغان سولې په پروسه کې له ايران څخه هم مرسته غوښتې او که چېرې ايران په دې پروسه کې رول لوبول غواړي نو پاکستان يې هرکلى کوي.

خو د افغانستان حکومت وايي چې پاکستان دې لومړى په خپله خاوره کې هغه ترهګرې ډلې وځپي چې د افغانستان پر ضد يې د جګړې اعلان کړى، له هغه وروسته به د سولې په خبرو ورسره بحث وکړي.

د ولسمشر مرستيال وياند سيد ‌ظفر هاشمي څو ورځې مخکې په دې اړه پژواک اژانس ته ويلي وو: ((که چېرې پاکستان دغه اقدام وکړي، له هغه وروسته به افغانستان له پاکستان سره د سولې پر پروسه بحث وکړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.