ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا والي: د اداري فساد مخه مو نيولې

د پکتيکا والي: د اداري فساد مخه مو نيولې

author avatar
3 Nov 2015 - 20:14
د پکتيکا والي: د اداري فساد مخه مو نيولې
author avatar
3 Nov 2015 - 20:14

ښرنه (پژواک ١٢ لړم ٩٤): د پکتيکا والي وايي، د کار له پيله تر دې دمه يې قومي جوړښتونه پياوړي کړي، په عدلي او قضايې ادارو کې اصلاحات راوستي او د اداري فساد مخه يې نيولې ده.

دغه څرګندونې د پکتيکا والي امين الله شارق له رسنيو سره د تېر سل ورځني کاري راپور او راتلونکي کاري پلان د تشريح په غونډه کې وکړې.

ده وويل،  قومي جوړښتونه يې  پياوړي کړي او دوى يې د امنيتي ځواکونو ملاتړ ته هڅولي  او د افغان ځواکونو ترمنځ همغږي او تشويق د دې لامل شوى، چې د پکتيکا سرحدي ولايت د ډېرو مرکزي ولايتونو په پرتله امن شوى او په امنيتي ادارو کې د ځوانانو د جلب او جذب لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د هغه په وينا، د امنيتې ځواکونو  ملاتړ او د دښمن د تخريبي پلانونو د مخنيوي په موخه هرې امنيتي پوستې ته ورغلى؛ ترڅو يې د ځواکونو مورال پياوړى شي، ستونزې يې له نږدې واوري او د حل په موخه يې هلې ځلې وکړي.

نوموړي زياته کړه، د ښې حکومتولۍ او سيمه ييزې پراختيا په موخه يې د مرکز او ولسواليو ټولې ملکي او نظامي ادارې ارزولې او د کاري بهبود او وړ خدمتونو د ترسره کولو لپاره يې په جدي اصلاحاتو لاس پورې کړى او مسوولينو ته يې لازمې سپارښتنې کړې دي.

والي وويل، د عدلي او قضايي ادارو پياوړتيا ته يې لومړيتوب ورکړى او تردې مهاله يې په ګڼو هغو ولسواليو کې دغه ادارې فعاله کړې، چې په تېرو ۱۲ کلونو کې يې هېڅ فعاليت نه درلود.

شارق د فساد او بې کفايتۍ په وړاندې د جدي مبارزې د کولو خبره هم وکړه او ويې ويل، تردې مهاله يې په ملکي، دغه راز عدلي او قضايي ادارو کې يو شمېر مامورين د اداري فساد په تور نيولي، عدلي او قضايي ارګانونو ته يې د څېړنو په موخه  ور پېژندلي دي.

نوموړي په فساد کې د ځينو لوړپوړو چارواکو د ښکېلتيا خبره هم وکړه او  زياته يې کړه، که يې په هکله د اداري فساد کولو اسناد ترلاسه کړي، نېغ په نېغه به يې مسووولو ادارو ته وسپاري.

والي وويل، تردې مهاله يې ګڼ هغه بستونه د آزادې سيالۍ له لوري اعلان ته سپارلي، چې په  ځينو کې يې مسلکي کارکوونکي  ټاکل شوي او په ځينو يې جدي کار روان دي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د مرکزي ادارو په همکارۍ به  ژر تر ژره په مرکز او ولسواليو کې لوړرتبه بستونو ته هم مسلکي او په کار پوه کسان په دندو وګماري.

هغه وايي: "په عدلي او قضايې ارګانونو کې يو شمير قاضيان او څارنولان په پکتيکا کې مقرر دي، معاش اخلي، خو پکتيکا يې په سترګو هم نه ده ليدلې."

د ده په خبره، په دې اړه يې له اړوندو ارګانونو سره خبرې کړي او ډېر ژر به دې ستونزي ته د حل لارې چارې ولټوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.