ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ناقانونه کورونو د نړولو لړۍ پيل شوه

لوګر کې د ناقانونه کورونو د نړولو لړۍ پيل شوه

author avatar
3 Nov 2015 - 16:22
لوګر کې د ناقانونه کورونو د نړولو لړۍ پيل شوه
author avatar
3 Nov 2015 - 16:22

پل علم (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): د لوګر چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې د لسګونو غير قانوني کورونو د نړولو لړۍ پيل کړې ده.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر له فرمان سره سم په دغه ولايت کې د لسګونو غير قانوني کورونو د نړولو لړۍ نن پيل شوه.

هغه وايي چې څه موده وړاندې د لوګر ولايت مقام، د ملي امنيت رياست، امنيې قوماندانۍ، څارنوالۍ، املاکو امريت او د سکتور رياست له خوا د غير قانوني کورونو د په نښه کولو لپاره ګډ پلاوى وټاکل شو.

ده وويل چې ياد پلاوي په مرکز پل علم کې يو شمېر کورونه په نښه کړل چې پر دولتي ځمکو جوړ شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دلته يو شمېر زورواکو د پل علم اړوند سلګونه جريبه دولتي ځمکه غصب کړې ده او بيا يې پر خلکو خرڅه کړې او خلکو هم په کې کورونه جوړ کړي دي خو نن موږ د دغو کورونو ورانول پيل کړل.))

صالح د زورواکو نوم ياد نه کړ.

د ده په وينا، په لومړي سر کې هغه کورونه ونړول شول چې خلکو په کې ژوند نه کاوه او نورو کسانو ته د کورونو د خالي کولو لپاره وخت ورکړل شوى دى.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود احمدي هم وايي چې په مرکز پل علم کې د غير قانوني کورونو د نړولو لړۍ پيل شوې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ نن پوليس سيمې ته سره له وسايلو ولېږل او د سلو په شاخوا کې غير قانوني کورونه او چهاردېوالۍ يې ورانې کړې.))

ده وويل چې پوليس په دې سيمه کې ټول غير قانوني کورونه ورانوي او د هيچا پروا هم نه ساتي.

د يادې سيمې اوسېدونکي زبير پژواک ته وويل: ((ما دلته يو جريب ځمکه اخيستې وه ، چهاردېوالي کړې مې وه او غوښتل مې کور په کې جوړ کړم خو دوى راته وران کړ.))

دغه راز د عابد په نوم يو بل کس وويل: ((دا زموږ ملکيت دى دوى بايد زموږ کورونه وران نه کړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.