د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان: د افغان سولې لپاره شرايط برابر نه دي

پاکستان: د افغان سولې لپاره شرايط برابر نه دي

Nov 03, 2015 - 13:23

کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې د خپل دريځ په بدلولو سره ويلي چې اوسني حالات د سولې د خبرو اترو لپاره برابر نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له تېرو دوو مياشتو راهيسې بار بار د افغان سولې خبرو اترو پر پيلېدو ټينګار کاوو او په دې برخه کې يې د خپلې مرستې وړانديزونه کول.

خو په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف سلاکار سرتاج عزيز په اسلام اباد کې د ستراتيژيکو څېړنو په مرکز کې تر يوې غونډې وروسته له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي چې اوسني حالات د افغانستان د سولې پروسې لپاره برابر نه دي.

هغه زياته کړه: ((زه نه پوهېږم چې په اوسنيو حالاتو کې د  افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول لوبول سم دي که نه؟))

د نوموړي په وينا، د سولې پروسې تر بيا پيل مخکې بايد افغانستان او پاکستان د دې پروسې د ګټو په اړه فکر وکړي او د سولې خبرو لپاره مناسب ماحول او فضا رامنځته شي.

د يادونې ده، د روان لمريز کال د چنګاښ په ١٦مه د پاکستان په منځګړيتوب، د امريکا او چين په نظارت سره د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د سولې لومړى پړاو خبرې اترې ترسره شوې.

ټاکل شوې وه د زمري په اتمه دويم پړاو خبرې هم ترسره شي، خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې تر خبر وروسته دا لړۍ ودرېده او افغان حکومت اعلان وکړ چې تر دې وروسته د پاکستان په منځګړيتوب د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف سلاکار سرتاج عزيز وايي چې افغان حکومت د سولې د خبرو يو لورى او طالبان بل لورى دي؛ ځکه نو د خبرو اترو د برياليتوب لپاره د دغو لورو موافقه اړينه ده.

د هغه په وينا، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سولې خبرې اترې يواځېنۍ لاره ده او پاکستان له دې خبرو ملاتړ کوي.

سرتاج عزيز ويلي چې پاکستان د افغان سولې په پروسه کې له ايران څخه هم مرسته غوښتې او که چېرې ايران په دې پروسه کې رول لوبول غواړي نو پاکستان يې هرکلى کوي.

خو د افغانستان حکومت وايي چې پاکستان دې لومړى په خپله خاوره کې هغه ترهګرې ډلې وځپي چې د افغانستان پر ضد يې د جګړې اعلان کړى، له هغه وروسته به د سولې په خبرو ورسره بحث وکړي.

د ولسمشر مرستيال وياند سيد ‌ظفر هاشمي څو ورځې مخکې په دې اړه پژواک اژانس ته ويلي وو: ((که چېرې پاکستان دغه اقدام وکړي، له هغه وروسته به افغانستان له پاکستان سره د سولې پر پروسه بحث وکړي.))

هغه زياته کړه: ((موږ د يوه هېواد او دولت په توګه چې د اساسي قانون لرونکى دى، له طالبانو سره هېڅکله د سولې دروازې نه دې تړلې.))

د ده په وينا، هر هغه افغان د اساسي قانون له مخې د سولې شرايط ومني، دوى ورسره سوله کوي.

د ولسمشر مرستيال وياند وويل، څوک چې د سولې پر ځاى جنګ غوره ګڼي، نو دوى هم ورسره جنګ کوي.

نوموړى وايي چې د افغان سولې پروسې دويم بعد پاکستان دى، دوى منلې چې له افغانستان سره په يوه نا اعلان شوې جګړه کې ښکېل دى.

هاشمي زياتوي: ((پاکستان بايد په افغانستان کې د ترهګرو په اړه هغه تعريف ولري چې په خپل هېواد کې يې د ترهګرو په اړه لري.))

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement