ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر او کرزى هندوستان ته ځي

اتمر او کرزى هندوستان ته ځي

author avatar
4 Nov 2015 - 12:01
اتمر او کرزى هندوستان ته ځي
author avatar
4 Nov 2015 - 12:01

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٤):  ټاکل شوې چې په روانه اوونۍ کې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت کرزى هندوستان ته سفر وکړي.

هندي رسنيو د لړم په ١٣مه خبر ورکړى چې حنيف اتمر او پلاوى به يې له خپل هندي سيال او نورو چارواکو سره ګوري.

سرچينې زياته کړې، حنيف اتمر په داسې حال کې نوي ډيلي ته سفر کوي چې له پاکستان سره د افغانستان د ولسمشر اشرف غني اړيکې چندان جوړې نه شوې.

د يادونې ده، د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته اشرف غني لومړى پاکستان ته سفر وکړ چې له امله يې د ډيلي او کابل په اړيکو کې سړښت راغى.

هندي رسنيو ويلي،  د حنيف اتمر د سفر پر مهال به ډېره پاملرنه پر پوځي مرستو او په ځانګړې توګه د اېم اى ٢٥ ډوله  چورلکو پر  ورکړې وي.

دا چې د امنيتي تړونونو له مخې، د  افغان ځواکونو د تجهيز مسووليت د امريکا او ناټو پر غاړه دى، نو د افغانستان حکومت له هند، چين او روسيې ولې دا غواړي؟ د سياسي چارو کارپوه خوشحال خليل وايي افغانستان په شديده توګه له هوايي مدافعې نه بې برخې دی او سخته اړتيا ورته لري، څو روان جنګ کې برلاسی شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، خو ستونزه دا ده چې پخوا له ناټو سره هوکړه شوې وه چې افغان هوايي ځواکونه به جوړوي او يو څه کار يې هم پيل کړی و، هغه وخت کې له روسيې سره د امريکې ستونزه نه وه او امريکا غوښتل چې افغانستان ته روسي چورلکي وپېري.

خليل وايي چې د اوکراين او سوريې له پېښو وروسته چې د روسيې او امريکې اړيکې خړې پړې شوې او پر روسيې تحريمونه ولګېدل نو امريکا اوس له روسيې الوتکې نه شي اخيستی.

د هغه په وينا، پخواني ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره امنيتي سند لاسليک نه کړ؛ ځکه هغه مهال امريکې پر متبادلې لارې هم فکر ونه کړ چې مقابل کې افغان دولت ته امريکايي الوتکې ورکړي.

ده زياته کړه: ((اوس فکر کوم دا ضرورت امريکې هم درک کړی دی، خو ستونزه دا ده چې له امريکايي ټيکنالوجۍ سره افغان پيلوټان بلد نه دي او دلته الوتکو ته شديده اړتيا ده نو په همدې خاطر افغان حکومت سرګردانه دی چې له هر ځايه وي داسې الوتکې ترلاسه کړي چې لومړنی اړتياوې پرې پوره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.