فيروزکوه (پژواک، ١٣ لړم ٩٤): په غور ولايت کې يو ښوونکى چې د پوهنې په برخه کې يې لسګونه کلونه خدمت کړى و، د يوه غير قانوني وسله وال قوماندان له لوري وژل شوى دى.
د غور د پوهنې رياست اداري مرستيال عبدالحکيم غفوري وايي چې د شهرک ولسوالۍ د کمنيج لېسې ښوونکى نذيراحمد، د لړم مياشتې په نهمه د دغه ولايت د شهرک ولسوالۍ د پوهنې د پخواني مدير سيد محسن زوى او غير قانوني وسله والو او د هغه د کسانو له لوري بهر وړل شوى او له هغه وروسته په ډېر بې رحمانه ډول د سيدمحسن کور ته نږدې زندۍ شوى دى.
معلم نذير د غور د پوهنې په برخه کې شاوخوا ٣٨ کاله خدمت کړى و.
غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې چې سيدمحسن د سږ کال تر پسرلي پورې د شهرک ولسوالۍ د پوهنې مدير و چې اوسمهال يو غير قانوني وسله وال دى.
د پوهنې ياد مسوول زياته کړه چې سيد محسن د هغه د يوه بل زوى له وژل کېدو وروسته چې د شهرک د پوهنې کار کوونکى و، د هغه د قتل په تور درى کسان په صحرايي محکمه کې اعدام کړل او يو غير قانوني وسله وال ګروپ يې رامنځته کړ، چې له هغه وروسته ياد قوماندان د پوهنې له لوري له خپلې دندې ګوښه کړل شو.
د غور د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدزمان عظيمي چې پرون يادې سيمې ته تللى، وويل چې استاد نذير د سيدمحسن د زوى او د هغه د وسله والو کسانو له لوري وژل شوى دى.
هغه زياته کړه چې د سيمې يو بل حاکم قوماندان ملا مصطفى د معلم نذير د قتل په تور څلور کسان نيولي او ټاکل شوې وه چې هغوى هم په صحرايي محکمه کې محاکمه کړي.
د امنيت امر وويل: "کله چې موږ سيمې ته ولاړو نو ټوله سيمه د ملا مصطفى او سيد محسن وسله والو کسانو نيولې وه، له هغه وروسته په خپله ملا مصطفى راغى، له خلکو يې واک واخيست او څلور کسان چې د معلم په قتل تورن وو، ازاد کړل او پنځه ميليونه افغانۍ ديت يې پرې کېښود، ؛چې تورن کسان به يې د معلم نذير کورنۍ ته ورکوي."
عظيمي وويل چې تر اوسه د معلم نذير د وژنې لامل نه دى په ډاګه، خو يو شمېر کسانو ويل چې هغه د سيد محسن له لوري؛ د هغه د زوى په وژنه کې د همکارۍ په تور وژل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن