ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال: په اچين کې د امنيتي پوستو شمېر ډېرېږي

ولسوال: په اچين کې د امنيتي پوستو شمېر ډېرېږي

author avatar
4 Nov 2015 - 14:32
ولسوال: په اچين کې د امنيتي پوستو شمېر ډېرېږي
author avatar
4 Nov 2015 - 14:32

جلال اباد (پژواک، ۱۳ لړم ۹۴): د ننګرهار د اچين ولسوال وايي چې د وسله والو  پر ضد له پيل شوو عملياتو سره هم مهاله د پوليسو امنيتي پوستې او تشکيل ډېروي.

د اچين ولسوالۍ عمليات له څو اوونيو راهيسې پيل شوي چې اوس په کې افغان ځانګړو ځواکونو هم برخه اخيستې ده.

د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد د لړم په ۱۳مه پژواک  خبري اژانس ته وويل، چې ياد عمليات د "جنجال شګې" په سيمه کې روان دي.

ولسوال وايي: ((په دې عملياتو کې ډېرې سيمې د وسله والو له نفوذه پاکې شوې او مرګ ژوبله ور اوښتې ده، موږ د سيمې د امنيت لپاره ځای ځايګی امنيتي پوستې ډېرو.))

مجاهد زياتوي چې تر اوسه د عبدالخېلو او کُشتل په سيمو کې پنځه امنيتي پوستې جوړې شوي او په يو شمېر سيمو کې يې د جوړولو چارې روانې دي.

د ولسوال په وينا: ((په دې پوستو کې لسګونه سرتېري ګومارل کېږي چې د سيمې امنيت به ورسره ډېر ښه شي.))

بلخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو پوستو ترڅنګ په سيمه کې يو شمېر پخواني پوستې هم ترميم شوې دي.

مشرقيوال وايي: ((نوې پوستې په ډېرو مهمو سيمو کې جوړې شوي، چې د کليو پر امنيت به ښه اغېزه وکړي، همدا شان موږ خپلې پخوانې پوستې هم منظمې کړې څو اکمالات ورته په اسانۍ وشي.))

د وياند په خبره، هڅه کېږي چې د پېخې او پنډولا په سيمو کې هم امنيتي پوستې جوړې شي څو امنيتي سرتېري پر سيمه لا حاکم شي.

دی وايي: ((په يو شمېر پوستو کې هغه سيمه ييز پوليس پر دندو ګومارو چې د وسله والو پر ضد يې پاڅون کړی و.))

په ياده ولسوالۍ کې تر ۶۰۰ ځايي اوسېدونکو د وسله والو پر ضد پاڅون کړی چې د چارواکو په وينا يو شمېر به يې په سيمه ييزو پوليسو کې جذب شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.