ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” که په افغانستان کې د ترهګرۍ مخه ونه نيول شي، سيمه له ګواښ سره مخ کوي”

” که په افغانستان کې د ترهګرۍ مخه ونه نيول شي، سيمه له ګواښ سره مخ کوي”

author avatar
4 Nov 2015 - 15:03
” که په افغانستان کې د ترهګرۍ مخه ونه نيول شي، سيمه له ګواښ سره مخ کوي”
author avatar
4 Nov 2015 - 15:03

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٤): افغان حکومت وايي چې هندوستان ته د ملي امنيت سلاکار په سفر کې د سيمې لپاره د ترهګرۍ پر ګواښونو هم خبرې کېږي؛ ځکه که په افغانستان کې د تروريزم مخنيوى ونه شي، د سيمې لپاره به ناوړې پايلې ولري.

د حکومت يوه لوړپوړي چارواکي نن (د لړم ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان او هند تر منځ اړيکې دوستانه دي.

سرچينې زياته کړه چې د افغان او هند دولتونو تر منځ دوامداره تماسونه شتون لري، له هند څخه د افغانستان ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر ليدنه، د نومبر په ٧ مه (د لړم١٦) هم د اړيکو د دې لړۍ له مخې ترسره کېږي.

سرچينې زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت د خپل کار له پيله څرګنده کړې ده چې افغانستان د سيمې له ټولو هېوادونو سره د خپلواک سياست په اډانه کې دوستانه اړيکې پالي.

دغه حکومتي مقام وويل: "له نړيوال تروريزم سره د افغانستان جګړه يوازې د افغانستان کورنۍ ستونزه نه ده، بلکې د سيمې هېوادونو ته يې هم ډېر ګواښونه متوجه کړي دي."

سرچينې زياته کړه چې افغانستان له نړيوال تروريزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې ځاى لري او د افغانستان اسلامي جمهوريت، په افغانستان کې د نړيوال تروريزم ځپلو لپاره پر سيمه ييزې اجماع ټينګار کوي.

د سرچينې په وينا، په دغه سفر کې سيمې ته متوجه د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه هم بحث کېږي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوريت باور لري چې په افغانستان او سيمه کې د ترهګرۍ د ګواښونو د له منځه وړو لپاره د سيمې هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا ده او که په افغانستان کې د تروريزم مخنيوى ونه شي، پايلې يې د سيمه لپاره له خطر څخه ډکې دي.

سرچينې وويل: "موږ په سيمه کې له دوستو هېوادونو او نړۍ څخه تل غوښتنه کړې چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د پوځي وړتيا لوړولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي."

تر دې وړاندې هندي رسنيو راپور ورکړ چې حنيف اتمر او ورسره پلاوى به له خپل هندي سيال او نورو چارواکو سره ليدنه وکړي.

سرچينې زياته کړې ده، حنيف اتمر په داسې حال کې نوي ډيلي ته ځي چې د افغان ولسمشر محمداشرف غني اړيکې له پاکستان سره دومره سمې نه دي.

د يادونې ده، کله چې اشرف غني د ولسمشر په توګه وټاکل شو، لومړى يې پاکستان ته سفر وکړ چې له دغه کار سره، د  ډيلي- کابل تر منځ اړيکې سړې شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.