ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واورې د بدخشان د ٩ ولسواليو لارې بندې کړې

واورې د بدخشان د ٩ ولسواليو لارې بندې کړې

author avatar
5 Nov 2015 - 12:44
واورې د بدخشان د ٩ ولسواليو لارې بندې کړې
author avatar
5 Nov 2015 - 12:44

فيض اباد (پژواک، ١٤ لړم ٩٤): په بدخشان کې د سختې واورې وريدنې له امله له مرکز سره  د ٩ ولسواليو نښلوونکې لارې بندې شوې او خلک د يخنۍ له امله له ستونزو سره مخ شوي.

بدخشان ٢٨ ولسوالۍ لري او د هېواد په شمال ختيځ کې د سختو لارو لرونکى ولايت دى چې له تاجکستان، چين او پاکستان سره ګډه پوله لري.

په ژمي کې په ځينو ولسواليو کې د واورې اندازه څه باندې يو نيم متر وي او ځينې ولسوالۍ د اتو مياشتو لپاره (له لړم څخه تر غبرګولي) د واورې له امله کلابندې وي.

سيمه ييز چارواکي وايي چې د وروستيو درېيو ورځو واوره ورېدنه د نهو ولسواليو د لارې بندېدو سبب شوې.

د ولايتي شورا منشي احمدجاوېد جاوېد پژواک خبري اژان سته وويل چې واوره وريدنه له تېرو دريو ورځو راهيسې روانه ده او د راه ولسوالۍ لاره چې راغ، ياوان، کوفاب ولسوالۍ په کې راځي، د بدخشان له مرکز فيض اباد سره تړل شوې ده.

هغه زياته کړه چې د دروازه ها سيمې لاره هم چې د راغ ها له خوا فيض آباد ته غځېدلې، د سختو واوره وريدنې له امله بنده شوې ده.

په دروازه ها ولسواليو کې د ماهمي، نسي، شکي، کوفاب او خواهان ولسوالۍ شاملې دي چې خلک يې له څه باندې درى شپې ورځې مزل وروسته پلي او د څارويو په وسيله د خوراکي او نورو اړتيا وړ توکو د لېږد لپاره فيض اباد ته ځي.

سيمه ييزو چارواکو د ١٣٩١ لمريز کال په ژمي کې ويلي وو چې ١٢ماشومان چې له شپږو مياشتو تر څلورو کلونو پورې عمرونه لري، د تور ټوخي او سينه بغل ناروغيو له امله د نسي ولسوالۍ په شوري کلي کې مړه شوي او ٣٥٠ نور ماشومان له دې دوو ناروغيو سره مخ دي.

د بدخشان ولايتي شورا منشي چې د راغ ها اوسېدونکى دى، وايي چې د شغنان ولسوالۍ لاره هم چې د تاجکستان سره په پوله موقعيت لري، بنده شوې ده.

د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکى جلال الدين خواهان پور وايي چې خلک په ځانګړي ډول بوډاګان، ماشومان او ميندوارې ميندې په واورو کې د بندېدو له امله روغتيايي کلينيکونو ته نه شي لېږدول کېدلى او د هغوى د مړينې سبب ګرځي.

هغه وويل چې د خوارکي توکو بيې هم لوړېږي او خلک په ناوړه حالاتو کې ژوند کوي.

د بدخشان د سولې ولايتي شورا غړى عبدالواحد وايي چې خلک د لارو بندېدو او واوره ورېدنې له امله له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.