ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د فوټبال سيالۍ د مرکز کلوب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

خوست کې د فوټبال سيالۍ د مرکز کلوب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

author avatar
5 Nov 2015 - 17:32
خوست کې د فوټبال سيالۍ د مرکز کلوب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
author avatar
5 Nov 2015 - 17:32

خوست ښار ( پژواک، ١٤ لړم ٩٤ ) : په خوست ولايت کې د" شهيدانو" تر سرليک لاندې د فوټبال سيالۍ چې يوه نيمه مياشت مخکې پيل شوې وې، د مرکز کلوب لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

ددې سياليو يوتنظيمونکي روح الله له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې د فوټبال په دې سياليو کې له ټول خوست څخه ۲۸ لوبډلوګډون کړی و.

نوموړي وويل: ”دغه سيالۍ په شخصي لګښت جوړې شوې وې او د اسماعېل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د " شهيدانو" د سيمې په لوبغالي کې ترسره شوې، چې ۴۵ ورځې يې دوام وکړ‟.

روح الله زياته کړه، له دې سياليو څخه يې موخه د ځوانانو يووالی او دغه راز د فوټبال د هغو دريو لوبغاړو ياد تازه کولو وو، چې تېره روژه مياشت يې په يوه ځانمرګي بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هغه زياته کړه: ”موږ غواړو چې د ځوانانو ترمنځ کرکه، نفرت او نفاق له منځه لاړې شي او د لوبو له لارې سره يو ځای شي. همدارنګه د " شهيدانو" شويو لوبغاړو ياد مو هم راوړ.‟

هغه وويل، چې د يادو سياليو په پای لوبه کې د مرکز کجيرې کلي او د کلوب لوبډلې سره مخامخ شوې، چې کلوب لوبډلې يو د صفر په مقابل کې سيالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.

د اسماعيل په نوم د فوټبال يو لوبغاړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سپورت يا ورزش د ناخوالو په له منځه وړلو او د سولې په تامين کې مهم لري، چې ښه بيلګه يې همدا سيالۍ دي.

هغه وويل: ”ورزش هغه څه دی چې سوله راوړلای شي. ورزش انسان له ناوړه کړنو څخه سمې لارې ته راولي او ورزش هغه څه دی، چې افغانستان يې د سولې په طرف روان کړی دی‟.

د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکي نظرمحمد خاورې، چې د يادو لوبو ننداره يې کوله، له دولته وغوښتل، چې د سپورت په ډګر کې د اړينو اسانتياوو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي.

 هغه زياته کړه: ”د کرکټ او فوټبال ترڅنګ په نورو سپورتي لوبو کې افغان لوبغاړي ښې لاسته راوړنې لري. که دولت دې برخې ته سمه پاملرنه وکړي، نو انشاالله ډېر ژر به په هېواد کې سوله قايمه شي‟.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.