ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فيروزي خوشي کېدو او پانګونې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي

د فيروزي خوشي کېدو او پانګونې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي

author avatar
5 Nov 2015 - 13:26
د فيروزي خوشي کېدو او پانګونې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي
author avatar
5 Nov 2015 - 13:26

کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٤): د مدني او ټولنيزو شبکو کار کوونکي د کابلبانک د مقروض، خليل الله فيروزي پر خوشي کېدو او د يوه ښارګوټي د قرارداد پر ورکولو سختې نيوکې کړې، خو د ولسمشر حقوقي سلاکار بيا وايي چې هغه د څو ساعتونو لپاره خوشى شوى و.

خليل الله فيروزي چې د کابلبانک لسګونه ميليونه ډالر قرضدار او په دغه فساد کې د مجرم ثابتېدو له امله پر لسو کلونو قيد محکوم شوى دى، پرون يې په کابل کې د (شهرک هوشمند) په نوم د يوه ښارګوټي د پرانيستې په مراسمو کې ګډون کړى و او  د ښار جوړولو له وزارت سره يې په دې برخه کې يو قرارداد هم لاسليک کړ.

ويل کېږي چې دغه ښارګوټى د ده دى، د ٩٨ ميليونه ډالرو په لومړۍ پانګونه يې پرانيستى او ټاکل شوې چې ٩٠٠ ميليونه امريکايي ډالره اوږودمهاله پانګونه په کې وشي.

په ياد ښارګوټي کې د خليل الله فيروزي ګډون او له بنده خوشي کېدل په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې د خلکو غوسه او غبرګونونه راپارولي دي.

د احمدرياض په نوم يوه تن ليکلي: ((د ملي يووالي په حکومت کې يوه نوې پروسه پيل شوې چې سرغړوونکي انسانان پر با عزته انسانانو بدلېږي.))

د وحيد فارمولي په نوم يوه بل تن په فيسبوک کې ليکلي: ((چا چې د کابلبانک لسګونه ميليونه ډالر غلا کړل، اوس د ٩٠٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د ښارګوټي قرارداد ورکول کېږي چې دغه کار د ملي يووالي حکومت مشرانو لپاره ډېره د شرم خبره ده.))

عنايت الله کاکړ ليکلي: ((تر دې لوی خيانت به چېرې وي چې د ولسمشر له لوري خپل حقوقي سلاکار د کابلبانک د غلا د دوسيې د څېړلو لپاره ټاکل کېږي. هغه دوسيه څېړي او د غلو د مشر خليل فيروزي او نور بانډ د نيولو وړانديز کوي، خو بله ورځ چې غل د شپې له زندانه را ايستل کېږي، سهار لومړی کار دا کوي چې د خپل نوي ښارګوټي پرانيسته کوي.))

د سيدالله تره کي په نوم يوه کس په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي، د خليل فيروزي خوشي کېدل يوه لويه ستونزه جوړه کړې. په ټولنيزو رسنيو کې بحث خورا ګرم دی. که دا کومه سياسي څپېړه ده، خو په دې څپېړه خورا ډېر مخونه خوږېږي.

هغه چې د ولسمشر غني له پلويانو دى زياته کړې: ((يو سياسي پرتوګ بايد ور واغوستل شي کنه ټولې مثبتې لاسته راوړنې مو غمازان په صفر کې در ضربوي.))

خو د نجيب الله خان په نوم يوه بل تن بيا پوښتنه کړې: ((خليل الله فيروزي چا خلاص کړ؟ څوک يې تر شا دی؟ کرزی، عبدالله که خپله اشرف غني؟ ))

نوموړي پر ولسمشر اشرف غني نيوکه کړې: ((چې په وس دې نه وه پوره نو بيا دې ولې تش شعارونه ورکول چې د کابلبانک قضيه په يوه مياشت کې هواروم.))

فيض محمد کاکړ ليکلي: ((دې ته وايي له غلو سره د جوال خوله نيول؛ د ملي وحدت حکومت، پر ځای د دې چې د غلو مخه ونيسي، نور هم غله تشويقوي چې غلا ته دوام ورکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.