ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا وازې خوا ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

د پکتيکا وازې خوا ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

author avatar
5 Nov 2015 - 12:48
د پکتيکا وازې خوا ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده
author avatar
5 Nov 2015 - 12:48

ښرنه (پژواک، ١٤ لړم ٩٤): د پکتيکا د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکی وايي چې ولسوالۍ يې له تېرو لسو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو کلابنده کړې او که جدي پاملرنه ورته ونه شي، نو ډېر ژر به سقوط وکړي.

د وازې خوا ولسوالۍ قومي مشر او پخواني ولسوال عبدالحي د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسوالۍ له تېرو لسو ورځو راهيسې طالبانو کلا بنده کړې ده.

هغه زياته کړه چې د وازې خوا ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي دولت پلوه وو او هغه کلي چې په کې د پوليسو پوستې او يا يې هم کورونه وو، پوليسو پرېښودل او ځانونه يې ولسوالۍ ته ورسول.

د نوموړي په وينا، وسله والو طالبانو د دې  ولسوالۍ اووه لوى کلي نيولي دي.

عبدالحى وايي: ((وسله والو طالبانو د دولتي مامورينو او پوليسو کورونو ته په دروازو پورې ماينونه تړلي او الوځولي دي او د هغوی شته يې هم له ځان سره وړي دې چې امله يې نه يواځې پوليس، بلکې د هغوی کورنۍ هم له خورا ګڼو امنيتي ننګونو سره مخ دي.))

سرچينه وايي، په دې جګړه کې پاکستاني طالبان هم ګډون لري او د ۷ ټيوټا موټرو په باډيو کې يې دهشکې، هاوانونه او نوره درنه وسله نصب کړې او پر دولتي تا سيساتو او پوستو بريدونه کوي.

نوموړي له امنيه قوماندانه مننه وکړه چې په خپله سيمې ته راغلى او له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل دى.

عبدالغني هم د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکی دی. وايي چې که دې ولسوالۍ ته پاملرنه ونه شي، نو د دې تر څنګ نورې ګاونډې ولسوالۍ به هم سقوط وکړي.

د پکتيکا والي تېره ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل چې وازې خوا ولسوالۍ ته يې کومکي امنيتي ځواکونه او مهمات لېږلي چې اوس مهال يې امنيتي وضعيت د اندېښني وړ نه دی، خو وازې خوا اوسېدونکي بيا دا خبره ردوي.

د پکتيکا د ولايتي شورا مشر افسرخان سليمان خېل هم د وازې خوا پر امنيتي وضعيت اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چې د وازې خوا ولسوالۍ امنيتي ځواکونه له تېرو لسو ورځو راهيسې  په جګړو کې ښکېل دي.

هغه هم  له مرکزي دولته دغه ولايت ته د لازمې پاملرنې غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.