مزارشريف (پژواک، ١٤ لړم ٩٤): د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي چې د بلخ ولايت په عايداتي ادارو کې اداري فساد شته دی.
د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې رياست له خوا تېره ورځ ناوخته د بلخ ولايت د دويمې درجې د دولتي کارکوونکو د دارايي د ثبت پروسه پيل شوه.
د يادې لړۍ د پيل په مراسمو کې د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې رييس عبدالرشيد عالمي وويل چې د دولتي کارکوونکو د دارايۍ د ثبت پروسه يې د اداري فساد د مخنيوي په موخه پيل کړه.
نوموړي زياته کړه چې دغه پروسه درې کاله مخکې هم يو ځل پيل شوې وه؛ خو هغه مهال ورسره د سيمه ييزو لوړپوړو حکومتي چارواکو د نه ملاتړ له امله بريالۍ نه شوه.
د هغه په وينا، دغه ځل ورسره لوړپوړو حکومتي چارواکو د هر ډول ملاتړ او همغږۍ ژمنه کړې ده.
عالمي په بلخ کې د اداري فساد د شتون په اړه وويل چې د دغه ولايت په عايداتي ادارو کې فساد شته دی.
نوموړي د ياد ولايت د ګمرکاتواو ښاروالۍ يادونه وکړه چې اداري فساد په کې شته دی.
د هغه په وينا، دوی به دولتي کارکوونکو د سرمايې د ثبت پروسې له لارې هڅه وکړه چې په يادو ادارو کې هم د فساد د مخنيوي لپاره اړينې هڅې وشي.
د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې رييس د سرمايو د ثبت د پروسې په اړه وويل چې دولتي کارکوونکو ته يو فورم ورکول کېږي چې د ځان او د دندې د پېژندنې تر څنګ په کې خپله ټوله دارايي هم ثبتوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن