د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

واورې د بدخشان د ٩ ولسواليو لارې بندې کړې

پېښې

ارشيف

واورې د بدخشان د ٩ ولسواليو لارې بندې کړې

Nov 05, 2015 - 12:44

فيض اباد (پژواک، ١٤ لړم ٩٤): په بدخشان کې د سختې واورې وريدنې له امله له مرکز سره  د ٩ ولسواليو نښلوونکې لارې بندې شوې او خلک د يخنۍ له امله له ستونزو سره مخ شوي.

بدخشان ٢٨ ولسوالۍ لري او د هېواد په شمال ختيځ کې د سختو لارو لرونکى ولايت دى چې له تاجکستان، چين او پاکستان سره ګډه پوله لري.

په ژمي کې په ځينو ولسواليو کې د واورې اندازه څه باندې يو نيم متر وي او ځينې ولسوالۍ د اتو مياشتو لپاره (له لړم څخه تر غبرګولي) د واورې له امله کلابندې وي.

سيمه ييز چارواکي وايي چې د وروستيو درېيو ورځو واوره ورېدنه د نهو ولسواليو د لارې بندېدو سبب شوې.

د ولايتي شورا منشي احمدجاوېد جاوېد پژواک خبري اژان سته وويل چې واوره وريدنه له تېرو دريو ورځو راهيسې روانه ده او د راه ولسوالۍ لاره چې راغ، ياوان، کوفاب ولسوالۍ په کې راځي، د بدخشان له مرکز فيض اباد سره تړل شوې ده.

هغه زياته کړه چې د دروازه ها سيمې لاره هم چې د راغ ها له خوا فيض آباد ته غځېدلې، د سختو واوره وريدنې له امله بنده شوې ده.

په دروازه ها ولسواليو کې د ماهمي، نسي، شکي، کوفاب او خواهان ولسوالۍ شاملې دي چې خلک يې له څه باندې درى شپې ورځې مزل وروسته پلي او د څارويو په وسيله د خوراکي او نورو اړتيا وړ توکو د لېږد لپاره فيض اباد ته ځي.

سيمه ييزو چارواکو د ١٣٩١ لمريز کال په ژمي کې ويلي وو چې ١٢ماشومان چې له شپږو مياشتو تر څلورو کلونو پورې عمرونه لري، د تور ټوخي او سينه بغل ناروغيو له امله د نسي ولسوالۍ په شوري کلي کې مړه شوي او ٣٥٠ نور ماشومان له دې دوو ناروغيو سره مخ دي.

د بدخشان ولايتي شورا منشي چې د راغ ها اوسېدونکى دى، وايي چې د شغنان ولسوالۍ لاره هم چې د تاجکستان سره په پوله موقعيت لري، بنده شوې ده.

د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکى جلال الدين خواهان پور وايي چې خلک په ځانګړي ډول بوډاګان، ماشومان او ميندوارې ميندې په واورو کې د بندېدو له امله روغتيايي کلينيکونو ته نه شي لېږدول کېدلى او د هغوى د مړينې سبب ګرځي.

هغه وويل چې د خوارکي توکو بيې هم لوړېږي او خلک په ناوړه حالاتو کې ژوند کوي.

د بدخشان د سولې ولايتي شورا غړى عبدالواحد وايي چې خلک د لارو بندېدو او واوره ورېدنې له امله له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

طيبي زياته کړه چې د تېر کال په اوږدو کې يو شمېر اميندوارې مېرمنې چې دوې ښځې هم په کې وې، د خواهان ولسوالۍ په حوض شاه سيمه کې له منځه لاړې.

هغه څرګنده کړه چې څو ځله يې سيمه ييزو چارواکو او حکومت ته ويلي چې له واورې ورېدو او لارې بندېدو وړاندې بايد د خلکو د ستونزو د حل په موخه کومه لاره ولټول شي، خو چا ورته پاملرنه ده کړې.

خو د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتو والي ادارې مشر سيد عبدالله همايون دهقان وايي چې د خوړو نړيوال سازمان(WFP ) په ګډون نا دولتي موسسو په تېرو کلونو کې په دروازه ها او راغ ها کې د خوراکي او نا خوراکي توکو زېرمې جوړې کړې او که چېرته خلک ورته اړ شي، نو پرې وېشل کېږي.

هغه زياته کړه چې دا توکي په بېړنيو حالاتو او طبيعي پېښو لکه زلزلې او سيلاب د رامنځته کېدو پرمهال زيانمنو ته وېشل کېږي.

سيمه ييزو چارواکو تل ويلي، هر کال چې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي، نو د تاجکستان له لارې د بدخشان سرحدي ولسواليو ته خوراکي توکي د الوتکې په وسيله  لېږدول کېږي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement