کابل ( پژواک، ١٤ لړم ٩٤ ) : د ولسمشر پخوانى مرستيال او د ولسي جرګې رييس يونس قانوني د سولې عالي شورا د رييس په توګه ټاکل شوى دى.
د ملي يووالي حکومت ته يوې نږدې سرچينې د لړم په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ټاکنه نن د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې وشوه.
سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
يونس قانوني چې د پنجشېر ولايت اوسېدونکى دى، تر دې مخکې د کورنيو چارو او پوهنې وزير په توګه يې دندې ترسره کړې دي.
تر هغه وروسته د ولسي جرګې په ټاکنو کې يې برخه واخيسته او تر برياليتوب وروسته د ولسي جرګې د رييس په توګه وټاکل شو، په بله دوره کې بيا ددې جرګې غړى و.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د لومړي مرستيال مارشال قسيم فهيم تر مړينې وروسته يونس قانوني د څو مياشتو لپاره د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د ١٣٨٩ لمريز کال په غبرګولي مياشت کې د سولې ملي مشورتي جرګې له خوا چې په کې له ټول هېواد څخه ١٦٠٠ کسانو برخه اخيستې وه، د سولې عالي شورا د جوړېدو وړانديز وکړ، دغې شورا وروسته پخوانى ولسمشر او دجمعيت اسلامي ګوند مشر استاد برهاني الدين د خپل مشر په توګه وټاکه.
خو د ١٣٩٠ لمريز کال د وږي د مياشتې په ٢٩مه ، استاد برهان الدين رباني د يوتن له خوا چې ويل کېده، د طالبانو د سولې پيغام يې را وړى و،د کابل ښار په وزير محمد اکبرخانه مېنه کې په خپل کور کې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو.
تر هغه وروسته د استاد رباني زوى او د جمعيت اسلامي ګوند سرپرست صلاح الدين رباني د سولې د عالي شورا د رييس په توګه وټاکل شو.
خو له کله راهيسې چې صلاح الدين رباني د بهرنيو چارو وزير په توګه ټاکل شوى، د سولې عالي شورا رييس نه درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن