کابل(پژواک،١٤ لړم ٩٤): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د ځانمرګو بريدونو دوه پلان کوونکي يې له يوه ځانمرګي بريدګر سره د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې نيولي دي.
ددې رياست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې نن( دلړم ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته استول شوې، راغلي چې دا کسان د ملي امنيت منسوبينو په ځانګړو عملياتو کې نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا کسان احمد مشهور په کوچي، شيربدين او امان الله په نومونو ياد شوي چې لومړى يې ځانمرګى او دوه نور د ځانمرګو بريدونو پلان کوونکي وو.
سرچينه زياتوي چې دا درې کسان په ترهګريزو فعاليتونو تورن دي او پلان يې درلود چې د کرولا موټر په وسيله د بګرام نوي سړک په اوږدو کې ځانمرګى بريد وکړي او تر څنګ يې د کابل ښار په درېيو نورو برخو کې ځانمرګي بريدونه پلان او تر سره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، نيول شوو کسانو منلې چې تېر کال يې په لغمان ولايت کې د يوه موټر بم په چاودنې کې هم لاس درلود.
سرچينې ويلي چې ددغو ترهګرو له پټنځای څخه ۱۵ کيلوګرامه سيفور ډوله چاودېدونکي توکي د هغو له ديارلسو پټاقيو او د موټر ضد يو ماين ترلاسه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن