ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د ځمکو غاصبين به د قانون منګولو ته وسپارل شي

ولسمشر غني: د ځمکو غاصبين به د قانون منګولو ته وسپارل شي

author avatar
6 Nov 2015 - 16:25
ولسمشر غني: د ځمکو غاصبين به د قانون منګولو ته وسپارل شي
author avatar
6 Nov 2015 - 16:25

 

پل علم( پژواک،۱۵لړم۹۴):ولسمشراشرف غنى نن لوګرولايت ته د سفر په ترڅ کې د ځمکو د غاصبينو دنيولو امر وکړ او ويې ويل، هېچاته به اجازه ور نه کړي چې دولتي ځمکې غصب کړي.

 هغه د سيمه ييزو چارواکو په يوه غونډه کې وويل،امنيتي ځواکونه بايد هغه کسان ونيسي چې په تېرو کلونو کې يې دولتي ځمکې نيولي او پر نورو يې پلورلې دي.

 ولسمشر غني زياته کړه، د دولتي ځمکو د څېړنې لپاره، چې ځينې کسان ورباندې د ملکيت دعوه کوي، يوه پلاوى ټاکل شوى او هېچاته به اجازه ور نه کړي چې دولتي ځمکې غصب کړي او يا يې وپلوري.

نوموړي وويل، چې پلاوى به ډيرژر کار پيل او دغه ستونزه به هواره کړي.

په لوګر ولايت کې ډيرى دولتي ځمکې په مرکز پل علم کې غصب شوي، چې له کلونو راهيسې ځينې کسان ورباندې د ملکيت دعوا لري.

 د لوګروالى محمد حليم فدايي وويل، چې دځمکې غصب دانکشافي پلانونو خنډ ګرځيدلى، خو دغه ځمکې به هرو مرو له غاصبينو څخه اخيستل کيږي.

د فدايي په خبره، په ياد ولايت کې نږدې ١٤٠ جريبه ځمکه غصب شوې وه، چې په سلو کې ٣٢ سلنه يې بېرته دولتي ادارو ته سپارل شوې ده.

همدارنګه ولسمشر غني ځينو ډلو ته اشاره هم وکړه او ويې ويل: " هغه کسان چې نظام تخريبوي، نظام نه، بلکې خپل ځان تخريبوي."

هغه دلوګر د مس عينک کان د قرارداد په اړه وويل،چې ددې ستونزې دهوارولو په موخه د کانونو د وزير په مشرۍ يوه کمېټه جوړه شوې ده.

 اشرف غني د کرومايټ د ډبرو د قاچاق په اړه وويل: (( کرومايټ د حکومت لپاره د سرطان دانه ګرځېدلې .))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.