ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني او جوزجان کې دوه ديني عالمان ووژل شول

په غزني او جوزجان کې دوه ديني عالمان ووژل شول

author avatar
6 Nov 2015 - 13:23
په غزني او جوزجان کې دوه ديني عالمان ووژل شول
author avatar
6 Nov 2015 - 13:23

 

غزني،شبرغان(پژواک،١٥لړم٩٤): په غزني او جوزجان ولايتونو کې دوه ديني عالمان په چاودنه او وسله ال بريد کې وژل شوي دي.

نن غرمه مهال دغزني په ښار کې دیوې چاودنې په ترڅ کې دغزني ښار دجمع اولیا مدرسې اوپه غزنې ښار کې ددیني خپرونو د سعادت راډیو مسوول مدیر غلام جیلاني عرفاني په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د غزني د والي مرستیال محمد علې احمدې وایي چې د مولوي عرفاني په موتر کې چسپکي ماین نصب شوى و چې دچاودني په وخت کې په خپله ياد مولوي وژل شوى او له ده سره سپاره دوه ماشومان ټپیان  دي.

 احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دپولیسو له لوري پلټنې روانې دي ترڅو روښانه شي چې دغه ماین چا ایښی وو.
 

د غزني د ولایتي روغتون نوکریوال ډاکټر نور الله وایي، چې دوى ته د پیښې له ځایه یو مړى او دوه ماشومان په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

پر ياد دیني عالم د شامیر په سیمه کې د ده د کور ترڅنګ هغه مهال چاودنه وشوه چې نوموړی له خپله کوره راوتلی و.

مولوي عرفاني په غزني ښار کې یو پیژندل شوې څیره وه،  هغه په غزني کې د څو جوماتونو خطيب او دغه راز قومي مشر پاتې شوى و.

نوموړي څوکاله وړاندې په ننګرهار ولایت کې پر کابلبانک باندې شوي وسله وال او ځانمرګي بریدونه غندلي وو او دغه کار یې د اسلام خلاف بللی وو چې وروسته د وسله والو طالبانو له لوري د ګواښونو له امله د یو څه وخت لپاره له هېواده بهر تللی و .
تراوسه کومې وسله والې ډلې دنوموړي د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز نن سهار په غزني ښار کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د ملې امنیت درې سرتیري ټپیان شوي دې.

 د غزني د والي مرستیال وایي، چې  په دې پیښه کې بل چاته کوم زیان نه دی اوښتى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.