ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني  : طالبان  پر  علماوو او مشرانو د برید  له لارې خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلی

غني : طالبان پر علماوو او مشرانو د برید له لارې خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلی

author avatar
7 Nov 2015 - 17:49
غني  : طالبان  پر  علماوو او مشرانو د برید  له لارې خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلی
author avatar
7 Nov 2015 - 17:49

کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): ولسمشر غني وايي چې طالبان د افغانانو په ځانګړي ډول د ديني علماوو د بريدونو له لارې خپلو "ناوړو" موخو ته نه شي رسېدلى.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني، هغه ترهګریز برید چې له امله یې د غزني ولایت جید دیني عالم مولوي غلام جیلاني ووژل شو، په سختو ټکو غندي.

سرچينه کاږي، نوموړي د دغه "ناځوانمردانه" عمل د غندلو په ترڅ کې وویل، مولوي غلام جیلاني جید عالم او مصلح شخصیت و، چې د عامه اذهانو په روښانولو، د دیني ارزښتونو په پاللو او اصلاح ذات البین برخه کې یې وطن او خلکو ته زیات خدمتونه ترسره کړل.

غلام جیلاني عرفاني، چې په غزني ښار کې د جمع اولیا مدرسې او په دې ښار کې د دیني خپرونو د سعادت راډیو مسوول مدیر هم و، تېره ورځ په دې ښار کې د ماين چاودنې له امله ووژل شو.

ولسمشر زیاته کړه، طالبان په هغو علماوو او مشرانو بریدونه کوي، چې د دوی واقعي څېره رسوا کوي  او د دوی دغه وړ بریدونه له دیني علماوو او مشرانو څخه د دوی د وېرې ښکارندوی دي.

هغه وايي: "طالبان باید پوه شي، چې د افغانستان په عامو خلکو په ځانګړي ډول په دیني علماوو او مشرانو د بریدونو له لارې خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلی، بلکې له دیني او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په لاره کې زموږ د خلکو عزم او اراده نوره هم پیاوړې کوي."

غني خپل د ډاډګېرنې مراتب د مولوي غلام جیلاني کورنۍ ته وړاندې کړي او د خدای تعالی په دربار کې یې د کورنۍ غړو ته د جمیل صبر دعا کړې ده.

دغه راز تېره ورځ، ناپېژاندو وسله والو په جوزجان ولايت کې هم د ملا خدايار په نوم يو ديني عالم وژلى دى.

د يادو دواړو وژنو په اړه تراوسه پورې کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.