کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): ولسمشر اشرف غني وايي چې د لويو پروژو د مخنيوي په موخه د هلمند امنيت خراب شوى دى.
له ارګه د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دا څرګندونې پرون ماښام د لوی کندهار شورا له يو شمېر مشرانو او استازو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې لومړی محمدايوب رفيقي، شېرمحمد اخندزاده، معلم ميرولي، عبدالجبار قهرمان، محمدهاشم الکوزي او عبدالودود پوپل د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د هلمند ولايت د امنيتي وضعيت او ستونزو په هکله يې ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل.
سرچينې زياته کړې، هغوی د حکومت له برنامو او د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ څرګندولو پرمهال په ياد ولايت کې د امنيتي سکتور د پياوړتيا غوښتنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د لوی کندهار شورا د مشرانو د وړانديزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته وويل، ستاسو ګډ حرکت يو تاريخي حرکت دی او خوښ دى چې ټول په يوه غږ د هلمند او ټول افغانستان ساتنه کوي.
ولسمشر ويلي، هلمند ولايت هر افغان ته حياتي ارزښت لري.
هغه زياته کړه، د افغانستان د خلکو دښمنانو په هلمند ولايت کې د ګازو نل ليکې، برېښنا او د اورګاډي کرښې د تېرېدو د اقتصادي پروژو د مخنيوي په موخه هلمند ولايت نا ارامه کړی دی.
ولسمشر د لوی کندهار شورا استازو ته په خطاب کې وويل، سبا همدا ستاسو له منځ څخه يو باصلاحيته پلاوی هلمند ته ولاړ شئ او د عمومي وضعيت په هکله اساسي څېړنه وکړئ.
اشرف غني هغوی ته څرګنده کړه چې د اړتيا پر مهال له هلمند ولايت څخه د ويډيو کنفرانس له لارې تماس ورسره نيولی شي.
هغه ټينګار وکړ چې په پای کې د خپلو موندنو بشپړ راپور له ده سره شريک کړي.
د سرچينې په وينا، په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست، د ملي امنيت شورا سلاکار، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رييس او په سياسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي هم حضور درلود.  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن