ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې پيلوټه بريد درى وسله وال وژلي

د بې پيلوټه بريد درى وسله وال وژلي

author avatar
8 Nov 2015 - 10:07
د بې پيلوټه بريد درى وسله وال وژلي
author avatar
8 Nov 2015 - 10:07

جلال اباد (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه بريد کې د دوو پاکستانيانو په ګډون څلورو وسله والو ته مرګ ژبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه په غني خېلو ولسوالۍ کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې په بريد کې درى وسله وال وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د غني خېلو ولسوال حاجي خاکسار پژواک اژانس ته وويل چې دغه بريد د  ولسوالۍ د ګولايى په سيمه کې شوى دى.

د نوموړي په وينا، بريد پر هغو وسله والو شوى چې له دې ولسوالۍ د تېرېدو په حال کې و چې په ترڅ کې يې درې وسله وال وژل شوي او يو بل ټپي دى.

ولسوال وايي چې په وژل شويو کې يو تن پاکستان او ټپي شوى وسله وال هم پاکستانى دى.

ده زياته کړه چې په پېښه کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.