ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځوان خبرې پینځمه جشنواره د رسنیو اونۍ

د ځوان خبرې پینځمه جشنواره د رسنیو اونۍ

author avatar
8 Nov 2015 - 20:24
د ځوان خبرې پینځمه جشنواره د رسنیو اونۍ
author avatar
8 Nov 2015 - 20:24

افغان وګړي د فرهنګ مینه وال  دي:  په وروستیو کلونو کې د ځوانانو او پیغلو په هڅو سره هنر او ادبیاتو د پام وړ وده کړې ده. اوس مونږ د ځوان خبرې د فعالیتونو پینځم پړاو ته داخل شوې یو،  چې په دې پړاو کې به  د ځوانانو فعالیتونه د فرهنګي، ټلونیزو او رسنیزو تولیداتو په قالبونو کې ستاسو نندارې ته وړاندې کړو.

د دې جشنوارې لومړی پړاو په ۱۳۸۹ کال کې په کابل کې پیل شو او نور پړاونه یې په ورپسې  کلونو کې په پرله پسې توګه ترسره شول. اوس مونږ د پینځم پړاو جشنوارې په درشل کې یو.  دا  پړاو د تیرو پړاونو د تولیداتو  په یو ځای کولو، د ځوانانو تر منځ د شبکو جوړوني، او د ټولنیزو رسنیو پر مټ د خپلو نظرونو د څرګندونو لپاره د ځوانانو په روزنه پای ته رسیږی.  دا پړاو چې سږ کال په پروان، کاپیسا، هلمند، او سرپل ولایتونو کې ترسره شو، بیلابیلی لاسته رواړنې لري.  دا فعالیتونه او  لاسته راوړنې به (د رسنیو اوني جشنواره)  تر نامه لاندی د ځوان خبرې جشنواره کې  نندارې ته وړاندي او وستایل شي چې په کې به د یادو ولایتونو د ځوانانو کارونه او تولیدات نندارې ته وړاندې شي.  د رسنیو اونې د ځوانانو لپاره یوه موکه ده چې په هیواد کې د رغنده او مثبت اجتماعې بدلون لپاره غږ پورته کړي.

د رسنیو د اونې جشنواره به  د لړم له ۲۸ تر ۳۰ په کابل کې ترسره شي، لومړې ورځ به یې په بابر بڼ کې د ماسپښین له ۱۲:۳۰ تر ۴:۳۰ او نورې دوه ورځې به د افغانستان فرهنګ خونې اداری په دفتر کې ترسره شي. په دې جشنواره کې به تاسو د عکسونو د نندارتون، ژوندی مویسقي، تیاتر، نقاشي، لنډ فلم، د کتاب نقد، شاعري او نورو تفریحی خپرونو لیدونکي اوسی.

د رسنیو د اونی جشنواره په کابل کې

نیټه: د لړم ۲٨،۲٩،۳۰ مه

وخت: د ماسپښین ۱۲:۳۰

ځای: بابر بڼ، ملکې ماڼي، کابل

اړيکه

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.