ايبک (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): د سمنګانو ولايت د مرکز اړوند په "دلخکي" کوتل کې له يو باروړونکي موټر سره د ٤٠٤ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله درې تنه مړه او ٤٣ نور ټپيان شول.
د سمنګانو د ترافيکو رياست د حادثاتو امر لومړي څارن عنايت الله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه نهه بجې د ٤٠٤ ډوله موټر د چلوونکي د ګړندي چلولو له امله رامنځته شوه.
ده وويل چې مسافروړونکي موټر ياد باروړونکى موټر له شا نه وهلى، مړه او ژوبل شوي ټول کسان د ٤٠٤ ډوله موټر سپرلۍ دي چې له فارياب څخه کابل ته پر لاره و .
هغه وايي چې مړه شوي درې واړه ماشومان دي او له ټپيانو څخه اته ښځې ، څلور ماشومان او پاتې نور لويان نارينه دي.
ده وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د "حصارک پنجشېر" د ترانسپورټي شرکت اړوند ياد ٤٠٤ ډوله موټر چلوونکى تښتېدلى دى.
د سمنګانو د عامې روغتيا مشر ډاکټر عبدالحميد وايي چې ټپيان لومړى ټول د سمنګانو ولايتي روغتونونو ته لېږدول شوي و، خو شل تنه يې چې روغتيايي حالت يې وخيم و، له دې روغتون څخه د بلخ حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
دى وايي چې پاتې نور ټپيان د سمنګانو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د ارسلا په نوم ٢٥ کلن ځوان چې په دې پېښه کې سرسري ټپي شوى او د فارياب د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکى دى، وايي چې دى يې له خپلې مور سره د موټر په وروستۍ څوکۍ کې ناست و، چې ٤٠٤ ډوله موټر له شا نه باروړونکى موټر وواهه.
دى وايي: " د موټر په ټکر سره يو درز شو، ډېر خراب وضعيت و،په موټر کې ټپيانو چيغې وهلې، فرياد يې کاوه، موټر چپه نه شو ، زه او مور مې د موټر د شا له ښيښې ووتو. "
تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ٣٠٣ او ٤٠٤ ډوله مسافروړونکو موټرو د چپه کېدو او ټکرونو له امله ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن